تاند، شنبه، د جدي ۲۱مه: د کندوز د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د زعفرانو حاصلات ۶۰ سلنه لوړ شوي دي.
د کندوز د کرنې رئيس عبدالهادي قرلق په دې اړه تاند ته وايي، تېر کال په یاد ولایت کې له ۱۰ هکټاره ځمکې څخه ۱۴ کېلو ګرامه حاصلات اخیستل شوي وو، خو سږ کال له ۲۰ هکټاره ځمکې څخه ۷۰ کېلو ګرامه زعفران ترلاسه شوي چې دا د تېر کال په پرتله ۶۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
نوموړی وايي، د کندوز په کروندګرو یې د زعفرانود پروسس ۶ پایې ماشینونه هم ویشلي دي تر څو دوی له ستونزو سره مخ نه شي.
بلخوا د کندوز کروندګر هم دا مني چې د زعفرانو حاصلات یې په کروندو کې ډیر شوي دي، خو وايي حکومت دې یې د حاصلاتو لپاره وړ او مناسب بازار پیدا کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان زعفران په وخت کې د نړۍ په کچه لومړی مقام او یو کیلو ګرام یې ۱۴ سوه ډالر بیه لري.