تاند، شنبه، د جدي ۲۱مه: د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست، د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د خرما د ونو نوي بڼونه جوړول غواړي.
د کرنې ریاست چارواکي وایي، د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې په ۵۰جریبه ځمکه د خُرما نوي بڼونه جوړېږي او که پایله یې ښه وه، نو په راتلونکې کې به نور بڼونه هم کینوي
له دې وړاندې په جلال اباد ښار او ګوشتې ولسوالیو کې د خُرما بڼونه جوړ شوي وو چې سږکال یې ترې حاصلات هم راټول کړل.
خُرما تر ډېره په ګرمو سیمو کې ښه کېږي او د ننګرهار چارړاکي وایي چې د دغه ولایت هوا د خُرما سره ښه مناسبت هم لري.
له دې وړاندې په هلمند، فراه، کندهار، لغمان کې د خُرماوو بڼونه جوړ شوي وو، چې اوس یې حاصلات هم راټولېږي.
ننګرهار په ټوله کې حاصل خیزه سیمه ده. د نارنج له ونو تر زیتونو هغو ښه پایله ورکړې، که د خُرما تجربه هم وشي د دې سیمې کرنیز اقتصاد ته به لا ګټه وکړي