تاند، دوشنبه، د جدي ۲۳مه: د سپینۍ ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین په لومړي ځل د افغانستان په اړه نظر ورکړی او ویلي یې دي ولسمشر ټرمپ به سږ کال خامخا له طالبانو سره هوکړې ته ورسېږي، خو که ونه رسېده بیا به هم په افغانستان کې خپل ځواکونه راکم کړي.

اوبراین له اکسیوس نیوز پورټل سره په یوه تازه مرکه کې ویلي، افغان ځواکونه خورا پیاوړتیا ښکاره کوي چې له کبله یې ښکاري امریکا به ژر له دغه هېواد څخه د یو شمېر سرتېرو د ایستلو پریکړه وکړي او خپل پوځي رول به په افغانستان کې راکم کړي.

ښاغلي اوبراین د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ټرمپ به له ولسمشریزو ټاکنو وړاندې له طالبانو سره هوکړه لاسلیک کړي؟ ویلي چې دا کار په همدې روان کال کې ترسره کېدای شي.

دا په داسې حال کې ده چې یوه اوونۍ کېږي زلمی خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره دېره دی تر څو د سولې د مذاکراتو د پرمختګ په برخه کې د دغې وسله والې ډلې د اوربند او یا د تاوتریخوالي راکمولو هوکړه ترلاسه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *