تاند، دوشنبه، د جدي ۲۳مه: د تېر په څېر د آی ایس آی تر بشپړ څار لاندې فعالو پاکستاني رسنیو یو ځل بیا د پښتون ژغورنې غورځنګ د بنو جلسې ته خبري پوښښ ور نه کړ.
دغې جلسې ته چې د پښتونخوا او بلوچستان ولایتونو له بېلابېلو سیمو څخه لسګونه زره د پوځ لخوا د برمته شویو او وژل شویو کسانو کورنۍ، تورسرې او ماشومان راغلي وو، ورته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو منظور پښتین، علي وزیر، محسن داوړ، عبدالله ننګیال، ثنا اعجاز او نورو ګڼو فعالانو ویناوې وکړې.
دغې غونډې ته په وینا کې منظور پښتین وویل، پاکستان لا هم د بې ګناه پښتنو وژنه نه ده درولې او نه یې هم د قربانیانو کورنیو ته انصاف ورکړی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ بل مشر علي وزیر بیا پاکستان ته خبرداری ورکړ چې د ډیورنډ په فرضي کرښه به یې غځولي اغزن تارونه ډېر ژر په غاړه کې ور واچوي: (( دوی هند خپل تاریخي دښمن بولي، خو بیا هم ورسره دوستي کوي او لارې یې ورته خلاصې کړې دي.))
محسن داوړ بیا وویل، د پاکستان حکومت یو وار بیا د پښتون ژغورنې غورځنګ د بنو د منداڼ پارک غونډې د ننګولو او ورته په مخه کې د خنډونو اچولو هڅه وکړه، چې ګډونوالو دا هر څه ناکام کړل.
د یادونې ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په دې وروستیو کې د پاکستان له سختو بندیزونو او ګواښونو سره لاس و ګريوان و چې ګڼ غړي یې ونیول شول تر څو له حق غوښتنې څخه لاس واخلي.