تاند، دوشنبه، د جدي ۲۳مه: د سالنګ لویه لاره د یکشنبې له مازیګر راهیسې د درنې واورې له کبله د ترافیکو پرمخ تړلې ده.
د سالنګونو د مراقبت ریاست وايي، نن اعلان کړه چې واورین توپان د سالنګونو لاره تړلې او دغه توپان به تر راتلونکو نهو ساعتونو پورې دوام وکړی.
د یاد ریاست چارواکو له موټر چلوونکو او مسافرو څخه وغوښتل چې د سالنګ پر لویه لاره دې له سفر څخه ډډه وکړي.
د سالنګونو د ساتنې او مراقبت ریاست وايي، د یکشنبې ماښام کله چې لویه لار د ترافیکو پرمخ وتړل شوه ، ټول مسافر او موټر چلوونکي د ژغورونکو ډلو لخوا خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي.
د سالنګونو ریاست همدا راز وايي، اوسمهال په شمالي سالنګ کې د واورې اندازه ۴۷ سانتي مترو او په جنوبي سالنګ کې ۸۸ سانتي مترو ته رسېږي چې له کبله په دغه لار د هر ډول موټرو تګ راتګ ناممکن شوی دی.