تاند، دوشنبه، د جدي ۲۳مه: ولسمشر غني وايي، د افغانستان په نافذه قوانینو کې نامسووله وسله وال ځای نه لري او په کورنیو چارو وزارت کې له بهر څخه لاسوهنې هم باید له دې وروسته صفر شي.

ولسمشر غني نن یو شمير پولیس افسرانو د فراغت په غونډه کې ویلي، هیڅ غل او قاچاقبر نه شي کولی چې پولیس وګواښي.

ولسمشر ټینګار کړی چې هیڅ امنیتي کس د ولسي وګړود وژنې حق نه لري او قانون هم په دې اړه اجازه نه ورکوي، خو له امنیتي مسوولانو یې وغوښتل چې قانون پلی کړی: (( د افغانستان ښځې، ماشومان، سوداګر ټول له تاسې د قانون حاکمیت غواړي، تاسې د وطن رښتینې بچیان یاست، خپله رښتینولي دې هېواد ته ثابته کړئ.))

ولسمشر دا خبرې په داسې حال کې دي چې په دې وروستیو کې د کورنیو چارو وزارت د نظام الدین قیصاري په نوم د نامسووله وسله والو د یوې ډلې د مشر پر ضد په بلخ کې عملیات کړي وو، خو نوموړی ترې په تېښته بریالی شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *