تېر دوبی (۱۴ جولای (۲۳سرطان) ولسمشر محمد اشرف غني د کابل دارالامان کې اداري کمپلکس پرانیست چې په دې سره به ۹۰ سلنه وزارتونه او ادارې د کابل ښار له بیلابیلو سیمو څخه درالامان ته انتقال شي.

ادراي کمپلکس طرحه د غازي امان الله له وخته پاتې وه، هغه مهال غازي غوښتل چې دارالامان سیمه کې ټولې ادارې او وزارتونه یو ځآی راټول او د خلکو کارونه به په یو ځای خلاصیږی او له زیاتو جنجالونو به خلاص وی.

اداري کمپلکس سره د ښار بیلابیلو او له ګڼې ګوڼې ډکو سیمو څخه بیروبار کمیږي او هغه کلیدي سیمې چې اوس پکې د کابل ښار له ستونزو سره مخ دي، دا ستونزه به یې هواره شي.

اداري کمپلکس جوړیدل په ټوله کې د ښار د نظم لپاره ډیر موثر دی او کولی شي د ښار اوسنۍ بڼې ته تغیر ورکړي چې هره سیمه او جاده د خلکو پرمخ بنده پاتې وي.

افغانستان او په ځانګړي ډول کابل کې چې د ترهګرۍ ګواښونه زیات دي، د کابل ښار ځینې برخې د عامه موټرو او ځینې برخې د پلي تګ راتګ لپاره بندې دی چې زیات سرخوږی یې پیدا کړی دی.

له نیکه مرغه چې اداري کمپلکس لومړی برخه چې ډیزاین و، پای ته رسیدلی او تېره ورځ ولسمشر د دې کمپلکس د بنسټ ډیره کېښوده.

د دې کمپلکس د جوړیدو بودجه له ملي عوایدو برابریږی او ټاکل شوې چې تر راتلونکو څلور کلونو به یې کارونه بشپړ شي.

ځینې چې سیاسي مخالفت او عقده لري، دا یوه خیالي نقشه بولي، خو تاسو ولیدل چې د غازي امان الله خان ځینې ناتمام فصلونه بشپړ شوی او ځینو باندې کار کیږي چې بشپړ شي.

درې کاله وړاندې چا دا فکر هم نه کو چې ګنې د غازي ماڼۍ چې درالامان کې ده او تاریخي ارزښت لري تر سلمې کالیزې پورې بشپړه شي، خو اوس تاسو ولیدل چې د دې ماڼۍ کارونه بشپړ شوي او د اسد ۲۸مه به یې پرانیسته وشي.

هغوی چې د اداري کمپلکس نقشه خیالي او کمپاینې بولي همدوی دوه کاله وړاندې د ولسمشر غني هغه طرحه خیالي بلله چې د افغانستان شیریانونه به خلاصیږی او د اسیا په څلور لارې به بدلیږي.

تاسو نن وګورئ چې موږ د ټرانزیټ او سوداګرۍ برخه کې په هیڅ هېواد تکیه نه یو او هر هېواد سره کولی شو چې ازاد ترانزیټ او سوداګري وکړو او په دې برخه کې د پاکستان له انحصار خلاص شوي یو.

دا به ټول مني چې ځینې پروژې به زیات وخت نیسي، ځکه افغانستان لا هم پراختیایي بودجه کې په نورو مرستو تکیه دی او عواید یې دومره نه دي چې هر څه تمویل کړی، خو دا باید ټول په یاد وساتو چې د یو پروژې د بشپړیدو لپاره چې قوي اراده وي، حتما سر ته رسیږی.

افغانان او افغانستان که له جګړې خلاص شي، ډير فرصتونه شته چې ګټه ترې واخیستل شي او په سیمه او نړۍ کې د سیالانو سیال شو، خو له بده مرغه چې نامرده دښمن د هر کال په تیریدو فرصتونه راڅخه اخلي او شاته مو پریږدي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *