تاند، دوشنبه، د جدي ۲۳مه: د کندهار او هلمند سیمه ییز چارواکي وايي، دغو ولایتونو کې وروستیو ژمنیو بارانونو یوولس کسان وژل شوي او ۲۳نور ژوبل دي.

د کندهار د والي ویاند احمد بهادر احمدي وایي، سیلابونه د ژیړۍ، سپین بولدک ، پنجوايي او د کندهار په ښار کې تېره شپه راوتلي وو چې اته تنه په کې مړه شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي، چې ښځې او ماشومان هم پکې دي.

هغه وویل چې د سیلابونو له امله لسګونه کورونه زیانمن شوي او د دې ولایت اوسیدونکو ته یې لوی زیان اړولی دی.

له بلې خوا، د هلمند ولایت ویاند عمر ځواک تاند ته وايي ، درنو بارانونو د ناوې او کجکي ولسوالیو او د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې هم سیلابونه را ایستلي دي: ((په سیلاب کې درې تنه مړه شوي او نهه نور ټپیان شوي دي.))

بلخوا د افغانستان هوا پیژندنې ادارې په یو شمیر ولایتونو کې د درنو واورو طوفانونو او د سیلابونو خبرداری ورکړی دی.

له پرون راهیسې په یو شمیر ولایتونو کې د واورې طوفانونو زور اخیستی ، چې له امله یې ځینې عامه لارې د ترافیکو پرمخ تړلې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *