بصیر عاصم
تر انفرادی یا اجتماعي مادي محتاجۍ تر ټولو ستر ذلت دادی چې په ټولنیز یا انفرادې توګه څوک د بیري او خوف په وجه د بې عدالتیو او ظلمونو په وړاندي بې تفاته او یا د بیري غږ پورته نه کړای شي.
ولی بیره؟
موږ پیدا ددې د پاره یو چې ومرو ، د همدې مقولې په اساس یوه ورځ ضرور را تلونکې ده ، هغه ورځ که نن وي یا سبا نو بیا ولي وبېریږو؟
لږ تر لږه ګټه به یې داوي چې د ژوند د نوی فیصده خفګان او لس فیصده خوشالی به محروم شو خو د هغه وجدان چې موږ د بیري او ډاره وژلی دی زموږ نسلونو ته به له ذلته بل څه ورکړي؟
د دیني قواعدو په اساس که موږ ژوند د خوارجو په مقابل د ازادۍ په لار کې د لاسه ور کوو امتیاز لري خو د وژلی وجدان مسؤلیت جبران نا شونی دی او بیا هیڅکله نه را ګرځي.
په نړۍ کې ډېر انسانان پناه شوه، ځني هغو ووژل چې دوی ترې ډار درلودی او په مقابل يې اواز نشوای پورته کولای.
ژوند لوړي او ژوري لري خو د مرګه ویره د ژوند معنا او مفهوم له منځه وړي. ډار طبعي دی خو څه چې طبیعت ته تغیر ورکولای سی انګېزه ده، د دې بنیاد که هر څه وی. موږ به د خپل ژوند په معنا هله پوه شو چې مرګ یوه طبعي او تحمیلي پدیده وګڼو او یا یې محسوس کړو.
ژوند ته تمایل طبعی خاصیت دی خو دې خاصیت دومره تمایل چې د مرګ د ویري د ظلم او بې عدالیتو په مقابل خاموش پاته کیدل ژوند په یوه بې معنا ساه تبدیلوی او د ژوند مهفوم له منځه وړي، په یوه ضلالت او ذلت بدلیږي کله چې دې مرحلې ته ژوند رسیږي مرګ ترې زرګونه ځله ښه دی.
ژوند ښکلی دی خو هغه وخت چې موږ په زړه کې ډار ته ځای پرې نږدو، په دې مو باور وي چې ژوند پناه کیدونکی دی، مینه وکړئ، انسانیت وپالئ د هغو درندو په مقابل خپل غږ پورته ګړئ چې تاسي ته ضرر رسوي ستا سي د ژوند په چارو کې ستاسي تر اصولو پر ضد فیزیکی عمل ښي.
د تشدد خلاف و اوسئ خو درسره وشوه په مقابل کې یي ودریږئ، که په دې لار کې به څه در څخه ځي خو ضلالت او ذلت هم مخ درڅخه اړوي.
ژوند وکړئ خو په نره یې وکړئ، د مرګه مه ډاریږئ ځکه دا ستاسي د ژوند په څېر طبعی پدیده ده لکه څنګه چې راغلې ده همدغسي بیرته درڅخه ځي، د هغو په مقابل چې ستاسي مشروع او ولسواک نظام دښمنی کوي په مقابل کې که د هرې ممکني لاري وي ودرېږئ، ځکه په اصل کې دوی ستاسي دښمنی کوي، د نظام تخریب ستاسي د مادي او معنوي هستیو د منځه وړلو اولین هدف دی.
هغه ملتونه چې نن د رفا ژوند لري لومړی د خوف او بیري له ځینځیرونه زړونه خلاص کړی دي، هغوی یو ځل مرګ غوره کړ خو خپل ځانونه او نسلونه یې د بیا بیا مرګ څخه وژغورل.
بې له بیري ژوند وکړئ، وجدان ژوندی وساتئ، د ظلم او بې عدالتیو په مقابل خپل غږ پورته کړئ، مه پرېږدئ چې خپل مخکنی غلامان درڅخه غلامان جوړ کړي. مه پرېږدئ چې یوه ناولې ترهګره ډله مو په عزت لوبې وکړي. که معنوي ازادي، رفا ژوند، او برامنه ټولنه غواړئ نو همدا یې یوازنۍ لار ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *