تاند، سه شنبه، د جدي ۲۴مه: په ولسمشریزو ټاکنو کې د اشرف غني لومړي مرستیال او د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر امرالله صالح د پښتون ژغورنې د غورځنګ په ملاتړ ویلي، د دغه غورځنګ د عظیم الشانو غونډو په تړاو خپل د خوښۍ احساسات نه شي پټولی.
ښاغلي صالح د محسن داوړ د بنو د جلسې په تړاو ټویټ ریټویټ کړی دی او ویلي يې دي، نه شي کولی د دغې غونډې په اړه خپل احساسات او مینه پټه کړي.
امرالله صالح چې د پاکستان لپاره د ملي امنیت د ریاست پر مهال د نه منلو او کرکې وړ افغان استخباراتي وو، دغه هیواد ته په کنایه ویلي چې دا باید یاد وساتي چې د پي ټي ایم په رامنځته کولو کې د ده هیڅ لاس نشته.
صالح ویلي، دا غورځنګ د سیند د مستو څپو په څېر دی چې هیڅ مصنوعیت او جعلي اړخ نه لري.
امرالله صالح محسن داوړ ته د ملي سندرې په استنباط ډاډ ورکړی چې: (( موږ ټول له اټک نه تر امو (اکسوس) پورې یو خلک یوو.))
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې افغان ولسمشر اشرف غني هم د پي ټي ایم غږ څو څو ځله بدرګه کړی دی او دغه غورځنګ ته یې نیک احساسات ډالۍ کړې دي.
پي ټي ایم غورځنګ د پښتنو په سیمو او د ډیورنډ له فرضي کرښې دېخوا ازاد افغانستان کې د پاکستان د پوځ د ترهګریزو فعالیتونو مخنیوی غواړي او کلک مخالفت یې کوي.
صالح صاحب دی خوښ، جوړ، کامیاب او ژوندی وي!!ا
ترڅو نړیواله ټولنه او د نړیوالی ټولنی امنیت شورا د پاکستان د ظلم په اړه په پاکستان پوځ او استخباراتو او پاکستان ملکی او قضایی چارو فشار را نه وړی نو ګمان نه کوم چی د پښتنو مبارزه رنګ راوړی ځکه نړیوال یی غږ نه اوری کله چی د دوی غږ نړیوال واوری نو امکان شته چی پښتانه په نړیواله سیاست کی ځان وځلوی
محترم امرالله صالح یو صالح اومعقول انسان ، پر افغانستان او افغان ملت مهربان اوزړه سوانده با احساسه او عالی شخصیت دی ، کامیاب او سر لوړی دی وی . ، . په درناوی