تاند، سه شنبه، د جدي ۲۴مه: د امریکا د پوځ متقاعد جنرال ډګلس میک ګریګر وايي، یوازې ټرمپ کولی شي چې افغانستان له اوسنۍ جګړې څخه وباسي.
نوموړي له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي، د افغان جګړې په تړاو یوازې ټرمپ غوڅه پریکړه کولی شي.
خو جنرال مک ګریګر پر ډونالډ ټرمپ غږ کړی دی چې په دې پروسه کې له احتیاط څخه کار واخلي، تر څو یې په راتلونکي کې له مسوولیته خلاص وي.
نوموړی وايي، ټرمپ ته خلکو د دې لپاره رایه ورکړې چې هغه له خپلو خلکو سره وعده کړې وه چې د بریا په صورت کې به له افغانستان څخه پوځیان وباسي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د امریکا د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین ویلي وو، ټرمپ به سږ کال خامخا له طالبانو سره هوکړه لاسلیک کړي، خو په وینا یې که دا هوکړه لاسلیک هم نه شي، امریکا به په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر راکم کړي.
همدارنګه د بریتانیا ددفاع وزیر رابرټ والاس ویلی امریکا نور د نړۍ په رهبري کولو کې ناکامه سوې او بریتانیا پر دغه هیواد نوره خپله تکیه راکمه کړې هغه زیاته کړه بریتانیا باید په خپلو سیاستونو کې بدلون راولي ځکه په خبره یې چې امریکا د ډونالډټرمپ په مشرۍ د نړۍ په رهبري کولو کې پاتې راغلې والاس د سوریې او عراق جګړو څخه د امریکا شاتګ ته په اشارې ویلي د امریکا شاتګ ته په کتو بریتانیا ته اړینه ده چې په خپلو دفاعي سیستمو کې تغیرات راولي والاس زیاتوي چې دوي په ۲۰۱۰م کال کې فکر کاوه چې د امریکا سره په ګډ اتلاف کې به خیر وي خو اوس دا دوي ته روښانه سوې چې د امریکا سره په یوه اتلاف کې اوسیدل ګټه نلري نو د والاس په خبره هیواد به یې نور د امریکا سره ملګرتیا ته دوام ورنکړي.