تاند، سه شنبه، د جدي ۲۴مه: د بلخ ولایت په مزار شریف ښار کې دوه پرله پسې چاودنو دوه ماشومان وژلي او ۹ نور ملکیان ژوبل دي.

د بلخ د والي ویاند منیر احمد فرهاد تاند ته وايي، چاودنې په نهمه حوزه سیمه کې نن سهار اته نیمې بجې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله شوي دي چې تلفات یې ملکیانو ته اوښتي دي.

د مزار شریف د امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل بیا د وژل شویو شمېر دوه تنه ښيي خو وايي په لومړۍ چاودنه کې ۸ تنه ژوبل او په بله چاودنه کې یوازې یو امنیتي کس ژوبل شوی دی.

نوموړی وايي، د پېښې په اړه یې پلټنې روان دي.
بلخوا تر اوسه چا د دغو چاودنومسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

One thought on “مزار شریف کې غبرګو چاودنو ۲ ماشومان وژلي ۹ ملکیان ژوبل دي”
  1. تیره ورځ د پارلمان چارواکو ویلی وو چی پاکستان کوښښ کوی چی د اقینی او نورو هغو بندرونو په اړه مشکلات جوړ کړی د پاکستان کراچی بندر د بدیل په وړاندی خلاص شوی دی

    همدارنګه رسانیو ویلی چی کراچی کی پاکستان حکومتی چارواکو د هغو کانترو مخه ډب کړی چی په بوره بار ده کچیری له یاد بوری څخه په وخت استفاده او ګټه پورته نشی نو امکان یی شته چی خپل کیفیت له لاسه ورکړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *