تاند، سه شنبه، د جدي ۲۴مه: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، د ۲۰۲۰ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې به شاوخوا ۱۴ میلیون افغانان د خوړو له شدید کمښت سره مخامخ شي.
د اوچا لخوا په تازه خپاره شوي راپور کې راغلي، په روان کال کې د ناامنیو او تاوتریخوالي له کبله ۴ میلیونه او ۹۰۰ زره افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
یاده اداره وايي، له بې ځایه شویو کورنیو سره اړتیا ده چې ۳۳ میلیونه ډالر مرستې دغو خلکو ته ورسوي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې تېر کال د جګړو تر څنګ له طبیعي پېښو څخه د بې ځایه شویو شمېر هم له نیم میلیون اوړي او شاوخوا نیم میلیونو نور بیا له ګاونډیو او نورو هیوادونو افغانستان ته په جبري ډول راستانه کړای شوي دي.
افغان حکومت وايي، د دغومره ډېرو اړمنو لاسنیوی یې له وسې پوره نه دی او نړیوال یې باید مرسته وکړي.