سید عبدالله پاچا
تاسو چې هر کله د افغانستان په کومه برخه کې د هوایي برید او یا طالبانو ته د زیاتې مرګ ژوبلې اړول کیدو خبر واورید، بیا پاکستانۍ رسنۍ او د پاکستان د خواله رسنیو کاروونکي تعقیب کړئ، لس شل جنازې به پاکستان ته رسیدلي وي.
ان تر دې چې دا غږ د جوماتونو له لوډسپیکرو وځي چې د افغانستان په جګړه کې د دوی ملګري وژل شوي او د شهید!؟ کلمه ورته کاروي.
دیګونه یې باندې کړي وي، حلوا ویشي چې له افغانستان څخه د پنجابیانو او د پنجاب د غلامانو جنازې ورغلي وي.
دا کومه نوې خبره نه ده، طالبان کله کله له دې منکر کیږي چې له دوی سره خوارج نشته او ټول افغانان ورسره جګړه کې ملګري دي، خو هیڅکله له دې منکر نه شول چې پاکستان کې د افغانستان د جګړې د وژل شویو لپاره خیراتونه کیږي او چندې ټولیږي.
دا کوم داسې عمل نه دی چې پټ ترسره کیږي، د پاکستان حکومت په دې خبر دی چې بیلابیلو سیمو کې د ای ایس ای له لوري جوړې شوې اسلام پالې ډلې د افغانستان د جګړې لپاره ځوانان استخداموي.
تاسو د پېښور لیډې ریډنګ او شېرپاو هسپتالونو کې وګورئ د طالبانو د ټپيان او مړو د جسدونو د ساتلو لپاره ځانګړي خونې شته چې درملنه یې پکې کیږي او تدفین مراسم پکې ترسره کیږي.
ایا پاکستان دومره د طالب له غمه مړ دی چې له افغانستان ټپي ورځي او ځانګړي ډاکټران یې په ځانګړو خونو کې درملنه کوي، خو وحشي طالب د پاکستان ملیشه ده او پر پاکستان حق لري چې درملنه او تدفین یې وکړي.
تازه هرات کې پر طالبانو هوایي برید شوی چې شاوخوا ۶۰ طالبان پکې وژل شوي دي، پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې برید د واده پر مراسمو شوی او ملکي وګړي پکې قربانیان دی، خو د خواله رسنیو یو کاروونکی ورته ځواب کې ویلي چې که پر واده برید شوی دی، نو پاکستانیانو څه کول چې هرات ته د واده لپاره ورغلي و.
هدف دا دی چې د هرات له هوایي برید او مرګ ژوبلې هم پاکستان ته مړي او ټپيان لیږدول شوي دي.
تاسو به د کندز، غزني او فراه د ښارونو د بریدونو وروسته پاکستانۍ رسنۍ تعقیب کړی وي، بې شمېره تابتونه پاکستان ته تللي او هلته یې د تدفین مراسم ترسره شوي دي.
داسې خو نه ده چې ګنې طالبان چې افغانستان کې وژل کیږي، د خښیدو ځای یې نشته، خو اصل خبره دا ده چې پاکستانیانو سره د استخدام په وخت کې همدا خبرې شوې چې مړ ژوندی به یې بیرته راوړي.
که پاکستان د خپلو اتباعو جنازې خپلو کورنیو ته و نه سپاري، بیا هيڅکله نور خلک زړه نه ښه کوی چې جنګ جګړې ته بل هېواد ته لاړ شي.
نو که طالبان رښتیا وایي چې له دوی سره لیکو کې پنجابیان نشته، نو بیا دې یوه ورځ په غبرګون کې ولیکي چې هغه د پاکستان رسنۍ دروغ وایي، او هغه ډلې او کورنۍ چې خیراتونه کوي، بې ځای پر طالبانو تور پورې کوي.
هغوی چې خیرات او حلوا ویشي، په همدې نوم چې د افغانستان په جګړه کې یې د کورنۍ غړی وژل شوی دی.
طالب چې د پردیو لپاره خپل هېواد ورانوي او خپل هېوادوال وژني، تر دې بدتر به ذلیل کیږي.