تاند، سه شنبه، د جدي ۲۴مه: د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وايي، په ۲۰ ولایتونو کېله ۵ زرو څخه د زیاتو محلونو رایې بیا شمېرل کېږي.

د دې کمېسیون منشي او ویاند محمد قاسم الیاسي نن په کابل کې یو خبري کنفرانس ته وویل، دا محلونه په کابل، پروان ، میدان وردګ، کاپیسا، ننګرهار، غزني، لوګر، بغلان، پکتیکا، پکتیا، خوست، کونړ، تخار، کندوز، غور، زابل، کندهار، هلمند ، نیمروز او هرات کې تثبیت شوي دي.

په ورته وخت کې د دې کمېسیون رئیسې زهره بیان شینوارې وویل، چې د ۱۰۹ مرکزونو رایې یې باطلې کړې دی، ۷۵ نفر یې نغدي جریمه کړي دي او د ټاکنو کمېسیون ۷۱ کارمندان یې په درغلیو کې د لاس لرو په جرم له دندو منفک کړي دي.

زهره بیان شینوارې وايي، تر دې دمه ۷۹۶۰ د استیناف غوښتنې غوښتنلیکونه ثبت شوي دي اوشاید چې شمېر یې تر دې هم لوړ شي: (( معترض ټیمونه درې ورځې وخت لري چې زموږ د پریکړو په اړه د استیناف غوښتنه وکړي.))

اغلې زهره بیان وايي، ټول ټال ۱۶۵۴۵ شکایتونه ور ته رسېدلي وو چې له دې منځه یې ۹۸۶۶ شکایتونه د کافي دلایلو او اسنادو نه لرلو له کبله رد شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنیزو شکایتونو د ارزونې ۱۵ ورځنۍ موده پوره شوې او اړوند کمېسیون په دې تړاو نهايي مرحلې ته داخل شوی دی، تر څو وروستۍ پایلې اعلان کړي.

ځواب دلته پرېږدئ