تاند- د ټایم مجلې د تازه راپور له مخې چې د سې شنبې په ورځ (جنوري ۱۴) یې خپور کړ، له ۱۸۷۱ څخه د انسان د بدن نورمال حرارت د سانتي ګراد ۳۷ درجې (د فارنهایت ۹۸ اعشاریه ۶) ګڼل کېده خو اوس ساینسپوهان دې نتیجې ته رسېدلي چې د انسان د تودوښې نورمال درجه تر دې ټیټه شوې ده.

د تودوښې د لوړې درجې معنا دا ده چې تبه لرئ او تبه هغه وخت انسان ته پیدا کېږي چې ناروغ شي.

د ټایم د راپور له مخې، په امریکا او اروپا کې ډاکتران د خلکو د تودوښې د درجې له بیا بیا کتلو دې نتیجې ته رسېدلي چې د انسان د تودوښې درجه بدله شوې ده.

دوی وايي چې د ایرکنډېشن او مرکز ګرمۍ په شان د سړولو او تودولو وسایلو د انسان د بدن حرارت بدل کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *