تاند، چهارشنبه، د جدي ۲۵مه: د ازبکستان او هند د باندنیو چارو وزیران د افغانستان په سوله او امنیت غږېدلي دي.

عبدالعزیز کاملوف او د هند د بادنیو چارو وزیر ایس جی شنکر د هند د رای سینا کنفرانس په څنډه کې د یوې لیدنې په ترڅ کې ټینګار کړی چې افغانستان ته به خاصه پاملرنه کوي.

دواړو مشرانو هیله ښودلې چې په افغانستان کې ښکیل لوري ژر سره پخلا او سوله راشي تر څو د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو پراختیا ته لاره خلاصه شي.

دواړو وزیرانو ویلي، د افغانستان سوله به له هند سره د منځنۍ اسیا د وصلولو لپاره ډېره ګټه وکړي او ټینګار یې وکړ چې دواړه هیوادونه به له افغانستان سره سولې ته د رسېدو په برخه کې مرسته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په هند کې د رایسینا ۲۰۲۰ سیمه ییز کنفرانس پیل شوی دی چې د ګڼو هېوادونو مشران او استازي ورغلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *