تاند، چهار شنبه، د جدي ۲۵مه: د ملي امنیت ځواکونو د ننګرهار د ولایت مقام دفتر مخې ته یو کس نیولی چې غوښتل یې د ننګرهار په والي شاه محمود میاخېل برید وکړي او ویې وژني.

د ننګرهار والي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: ((بس بلا وه برکت یې نه و، یو کس حکمت الله د شیرزادو ولسوالۍ اوسیدونکی چې زما د ترور پلان یې درلود، د ولایت مخې ته ونیول شو.))

د ننګرهار والي لیکلي دغه کس تر دې وړاندې په جلال اباد ښار کې د یو جومات مؤذن هم ترور او وژلی و.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل لیکي، داسې ترورستي تهدیدونه، یې خلکو ته د خدمت هوډ او اراده نه شي ضعیفه کولی.

خو په پرله پسې یو بل پوسټ کې یې بیا لیکلي دي، دده په وژلو پسې د راغلي ځوان په سرنوشت یې زړه درد کړی دی: ((په دغه ځوان مې هم زړه درد کوي چې دا هم د جنګونو قرباني دی. څلویښت کاله مو د نورو د ګټو لپاره جنګونه وکړل خو د مصیبته پرته بل څه مو ترې لاسته رانه وړل. متاسفانه طالبان او نورې ترورستي ډلې لا اوس هم د جنګ او وطن د بربادې لپاره زمونږ داسې ځوانان استعمالوي.))

د ننګرهار والي په دې وروستیو کې د کلدارو د مخنیوي او د افغانیو د ترویج له کبله خورا مشهور شوی دی.

نوموړی چې د کورنیو چارو وزارت معین هم پاتې شوی، په اړه یې ویل کېږي چې پاکستان او نورې مافیاوي کړۍ غواړي د افغانیو د ترویج په مخه کې د هغه د کار مخه ونیسي او یا یې له منځه یوسي.

One thought on “ملي امنیت د ننګرهار د والي د وژل کېدو پلان شنډ کړ”
  1. ALL DIRECTOR OF OFFICES/SPECIAL EDUCATION/AGRICULTURE MUST BE CAREFULLY WITH TERRORISM.
    YOUR SAFETY IS VERY IMPORTANT.
    ALL NANGARHAR PEOPLES MUST HELP WITH SECURITY ORGANS.
    THANK YOU

ځواب دلته پرېږدئ