تاند، پنجشنبه، د جدي ۲۶مه: د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمي وايي، حکومت د سولې لپاره یوه جامع تګلاره لري خو په وینا یې چې د تاوتریخوالي راکمول مکلفیت نه رامنځته کوي او نه هم سولې سره مرسته کوي.

سلام رحیمي نن په یو خبري کنفرانس کې د طالبانو لخوا د یوې اوونۍ تاوتریخوالي د منلو په غبرګون ویلي، د تاوتریخوالي راکمول کوم مفهوم نه لري او حکومت هم ورسره ځکه موافق نه دی چې د سولې لپاره دا طرحه کومه ګټه نه لري.

سلام رحیمي ویلي، د تاوتریخوالي راکمولو طرحه د اندازې وړ نه ده او دوی ته د قربانیانو کورنیو مشوره ورکړې ده چې دا طرحه ونه مني: (( له دې طرحې سره مکلفیت مل نه دی بلکې هر لوری به ترې خپل تعریف ولري چې تاوتریخوالی یې تر کومه حده راکم کړی دی.))

ښاغلي رحیمي ټینګار کړی چې حکومت خپلو سرتېرو ته هم دا خبره نه شي ورفهمولی چې تاوتریخوالی تر کومې کچې پورې راکم کړای شوی دی: (( د اوربند خاصیت دا دی چې په یوه مرمۍ هم نقض بلل کېږي، دا یو مکلفیت رامنځته کوي، خو طالبان له اوربند څخه تښتي.))

ښاغلي رحیمي زیاته کړه، افراد نه شي کولی سوله راولي بلکې د دې کار لپاره به یو متخصص ټیم رامنځته کړای شي.

هغه همدا راز پاکستان ته په اشاره وویل، که دا هیواد صادقانه همکاري ونه کړي، افغانستان سولې ته نه شي رسېدلی.

One thought on “سلام رحیمي: د تاوتریخوالي راکمول کوم مفهوم نه لري”
  1. پداسې حال کې چې ژمی دی ، واورو ټولې لارې بندې کړیدي ، د متخاصمو ډلو لپاره د جنګیالیو اکمالات او هر ډول تحرکات له ستونزو سره مخامخ دي ، کېدای شي ټالیبان دغه وخت ته د « تاوتریخوالي د کمولو وخت » نوم ورکړي او په کوم ځای کې چې دوی ته د آی اس آی له خوا د اکمالاتو امکانات وي ، هلته به مسلمان وژلو ته دوام ورکوي.
    پدې ترتیب سره پنجابیان غواړي د بشریت په تاریخ کې د تاوتریخوالي کمولو تر نوم لاندې نوې تجربه وړاندې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *