د افغانستان برښنا شرکت

تاند، پنجشنبه، د جدي ۲۶مه: د بریښنا شرکت د انجینرانو یو موتر نن د زابل په شهر صفا ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین وهلی چې له کبله یې ۵ تنه وژل شوي او ۱ بل ژوبل دی.

د زابل د والي ویاند اسلام ګل سیال تاند ته پېښه تایید کړه او وايي، دا موټر په شهر صفا ولسوالۍ اخوند صاحب زیارت سیمه کې ماین وهلی دی.

بلخوا د افغانستان د بریښنا شرکت ویاند صدیق الله توحیدي تاند ته ویلي چې په پېښه کې د دوی لږ تر لږه ۴ همکاران وژل شوي او درې تنه نور ژوبل دي.

نوموړی وايي، زابل ته له کندهار څخه د بریښنا شرکت د ولایتي دفتر مسوولانو امبولانسونه استولي دي او ټپیان به یې کندهار ولایت ته راولیږدول شي.

تر اوسه کومې ډلې د دغې پیښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی، خو دغسې د سړک غاړې ماینونه زیاتره د طالبانو لخوا ایښودل کېږي چې تلفات یې ملکیانو ته اوړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *