تاند، جمعه، د جدي ۲۷مه: د ښارجوړونې وزارت مسوولان وايي، د ولسمشر په امر به سر له شنبې څخه د دغه وزارت د پخواني سرپرست جواد پیکار د فساد په اړه څېړنې پيل شي.
د دغه وزارت ویاند حشمت الله ناصري تاند ته وايي، دوی چمتو دي چې پلټونکي پلاوي سره د دوی په کار کې همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د دغه وزارت د سرپرست په اړه ولسمشر په یو فرمان کې لویې څارنوالۍ، د اداري اصلاحاتو کمېسیون، ملي امنیت او د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې ته امر کړی چې د جواد پیکار په اړه یې لسو ورځو کې د پلټنو راپور ور وسپاري، خو تر دې دمه په دې اړه د ولسمشر د امر درې ورځې تېرې شوې دي: (( د ولسمشر په امر به دا څېړنې هم کېږي چې دغه وزارت کې د اراضۍ ادارې د ادغام عمل څومره ګټه کړې ده؟))
دا په داسې حال کې ده چې د ښارجوړونې وزارت په سرپرست تور دی چې له خپل صلاحیت څخه په ناوړه استفاده یې مقررۍ کړې دي.