داستایفسکي
د ۱۸۶۵م کال پسرلی
څو کاله کېږي چې له زندانه خلاص شوی یم. له فلسفې سره مې مینه پیدا شوې. د اپلاتون، کانټ او هېګل کتابونه مې په ډېره مینه څو څو ځله ولوستل.هغه لاره يې راته پرانیستې چې د روسیې د اریستوکراسۍ نړۍ ته ورننوځم.
هغه لس سلنه خلکو چې ویل کولای شي لیک لوست وکړي، راته وایي کتابونه مو دې خوښېږي.د پینځه څلوېښت کلونو په شاوخوا کې یم او د زړښت په لور درومم.
په دې ورځو کې مې ساه ډېره ایسارېږي، خو ډاکتران وایي کومه ستونزه نشته، اقلاً شل کاله نور هم ژوند کولای شې.خو تر مرګ وړاندې به له ژونده نوي څه زده کړای شم؟
زه په ټول ژوند فکر کوم ،په هغه کالونو هم چې راتکونکي کې به راځي.
موږ به هېڅکله هر څه په یو ځل زده نه کړای شو.ثانیې د پوهېدو لپاره یوازې ورځې ،میاشتې او کلونه په ځان کې نغاړي.د حقیقت د موندلو لپاره ټول په ناپوهۍ سر دي، خو که داسې فکر کوئ چې په ناپوهۍ به حقیقت ته ورسېږئ؛ ډاډه اوسئ چې هېڅ شی به سم درک نه کړئ.موږ د خلاصون یوازې یوه لار لرو، له حیقیت سره مینه!
څو ځله مې له ځانه پوښتلي، آیا دا بې عدالتي، درد او رنځ چې وینو هماغه دوزخ نه دی چې موږ له مرګه وروسته ترې وېرېږو؟!
دا نړۍ به تر هغه دوزخ وي، تر څو چې مو زړونه دوزخونه وي.
دوزخ څه دی؟
زه تل په دې باور یم چې دوزخ په مینه کې ناتواني ده.له خلکو او نړۍ سره مینه.
که په خپل زړه او نړۍ کې مینه نه وینې او د ښکلاوو خوند درڅخه هېر دی، نو بریالی/ۍ یې چې دوزخ ومومې؛ یا شاید هغه ته موندلی/ې وې.
دا اړینه نه ده چې د دنیا نظم ته وفادار وئ .یوازې دې زړه ته وګوره چې آیا کولای شي د پسرلي له هغې شنې او تازه پاڼې چې په وچ ښاخ کې بنده ده، خوند واخلي کنه؟!
له شنه اسمانه او یا له واړه مرغه چې د کور په ونه کې يې دې ځاله جوړه ده ?
مینه هغه ارزښتمنه خزانه ده چې کولای شې ټوله نړۍ پرې خپله کړې او نه یوازې ځان، بلکې نور انسانان هم له ګناه پورې باسې.
نو په مینه ځه پرته له وېرې!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *