په استرالیا کې یوه افغان ځوان اتل امین داسې لاسي ساعت جوړ کړی چې سیستم یې په پښتو ژبه دی.

د اتل امین له لوري په دې جوړ شوي ساعت کې د افغانستان پر ملي بېرغ سربېره د ځینو ملي اتلانو انځورونه هم ځای پر ځای شوي دي.

د ده په خبره د دغه ساعت ټول سیستم او سافټویر په پښتو ژبه دی.

د يادونې وړ ده چې اتل امین د دې ساعتونو 30%سلنه ګټه د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو د شهيدانو کورنيو ته ځانګړې کړې ده.

دا کار به د افغانستان امنيتي ځواکونو پر روخیه مثبت اغېز ولري.

د نړۍ دغه لومړی پښتو ځیرک ساعت (سمارټ واچ) او اتل نړېوال ساعتونه به ‌‌‌‌‌‌ډير ژر په کور دننه افغانستان کې هم خلک ترلاسه کولی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *