تاند، یکشنبه، د جدي ۲۹مه: د کورنیو چارو وزارت وايي، په زابل کې یې د یوې ولسوالۍ امنیه قومندان له ۱۶ پولیسو سره طالبانو ته تسلیم شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په دې اړه تاند ته وویل، د ارغنداب ولسوالۍ امنیه قومندان له خپلو پولیسو سره طالبانو ته تسلیمي ورکړې ده، خو دوی نه پوهېږي چې طالبانو دغه قومندان او پولیس چیرته بیولي دي.

په همدې حال کې د زابل یوه امنیتي سرچینه تاند ته د نوم نه ښودلو په شرط وايي، طالبانو تېره ورځ د زابل ارغنداب ولسوالۍ په امنیه قومندانۍ له څلورو خواو برید کړی دی او ودانۍ ته یې له اور اچولو وروسته پاتې پولیس او امنیه قومندان له ځان سره بیولی دی.

د زابل د ولایتي شورا مشر عطا جان حق بیان  هم تاند ته مني، چې دغه پولیس د ارغنداب په مرکز کې له ۳۰ میله وسلو او درېیو نظامي موټرو سره طالبانو ته تسلیم شوي دي.

بل پلو طالبانو هم خبر ورکړی، چې د زابل د ارغنداب ولسوالۍ انتقالي مرکز یې نیولی او لسګونه مېله سپکې او درنې وسلې يې تر لاسه کړې دي.

د طالب ویاند قاري یوسف احمدي له لورې په خپاره شویو معلوماتو کې ویل شوي، چې نن سهار یې د ارغنداب ولسوالۍ پر مرکز برید کړی، چې تر څو ساعته جګړې وروسته یې د یادې ولسوالي مرکز په بشپړه توګه نيولی دی.

3 thoughts on “زابل: د پولیسو یو قومندان له ۱۶ سرتېرو سره طالبانو بیولی”
  1. دغه د خشونت د کمولو او دصلحی د راویستلو طریقه ده کوم چه طالبان یی غواړی ، چه نه یی ملت غواړی او نه هم د اسلامی شریعت مطابق ده او نه هم د صلحی متضمن کیدی شی ، هو دغه غوښتنه د جګړیز تجارت د تداوم غوښتنه ده چه طالبان نه غواړی هغه ګټی چه د جنګ د لاری تر لاسه کوی د لاسه ورکړی

  2. دیوی خوا طالبان د خشونت د کمولو وعدی او دصلحی خبری کوی او د بلی خوا د افغانستان په مسلمانو سرتیرو باندی مرګونی او تروریستی بریدونه کوی ، دا ډیر لوی او شرم آوره تضاد دی دعمل او قول تر منځ ، حقیقت دادی چه طالب تروریستی حرکت تر اوسه دی ته تیار نه دی چه دغه جنګ پریږدی ، او هغه ګټی چه په دغه جنګ کی تر لاسه کوی په صلحه کی یی تر لاسه کولای نشی .اود بله طرفه ددوی تمویلونکی حلقات هم تر کافی اندازی تر فشار لاندی نه دی راغلی چه مجبور شی د طالبانو د تمویل ، تجهیز او روزنی څخه لاس واخلی .

  3. ملا برادر اخند ! کله چه ته وایی چه په افغانستان کی د بی ثباتی جرړه امریکا ده ، درست ! نو سوال دادی چه بیا تاسو ولی په
    ارغنداب ولسوالی او نورو ولسوالیو او ولایاتو کی په افغانانو حملی کوی ، د افغانانو د وژلو مشوره او فتوی د چا نه اخلی ؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *