تاند، یکشنبه، د جدي ۲۹مه: د امریکا د ښي اړخو سیاستوالو پر یو داسې تلویزوني کمپاین پیل کړی، چې له مخې يې رایه ورکوونکي هڅوي تر څو له کانګریس څخه وغواړي چې په افغانستان کې جګړه ختمه کړي.

د سیاستوالو دغه ګروپ غواړي چې امریکا په نړۍ کې خپلې لایتناهي جنګونه پای ته ورسوي او په دې ترڅ کې زیات فشار په دې واردوی چې امریکا نور له افغانستان څخه سرتېري وباسي.

دغه ګروپ په مشیګن، وسکانسن او پنسلوانیا کې ۳۰ ثانیه يي تلویزیوني پیغامونه هم نشر کړي دي چې په کې يې د افغان اتلس کلنې جګړې په تړاو پر امریکايي چارواکو نیوکې کړې دي.

په دې پیغام کې یو پخوانی امریکايي بهري پوځي ایډم میلر وايي، دا مهال ۶۰ سلنه امریکايي پوځیان فکر کوي چې له افغانستان څخه یې د وتلو وخت رارسېدلی دی.

خو یو شمېر امریکايي سیاستوال بیا له دې نظر سره مخالف دي او وايي، افغانستان باید په مسوولانه ډول پریښودل شي.
په دې اړه حتی د امریکا کانګرس هم اندیښنه لري چې د ټرمپ اداره له پاکستان سره په معامله چرته طالبانو او ترهګرو ډلو ته هر څه په افغانستان کې پرېنږدي.

One thought on “ښي اړخو امریکايي سیاستوالو له افغانستانه د وتلو کمپاین پيل کړی”
  1. کیدای شی امریکا د وتلو لپاره پخپله کمپاین شروع کړی وی چی ولس موږ غواړی مګر همدا کانګریس ده او امریکایی چارواکی دی چی د افغانستان له غمه مړه دی مګر دیته یی فکر نده چی د دوی په شتون کی پاکستان زموږ سرحدی سیمو او ولایتونو کی لاسوهنه کوی کله د طالبان په وسیله کله د داعش په وسیله دلته یعنی افغانستان کی د آبادی په خلاف ځانګړی ډلی جوړوی او ولس او نظامی ځواکونه ورباندی وژنی مګر امریکا پدی ۱۹ کالو کی پاکستان ته تندی تروش نکړ چی څه کوی آیا نړیوال قانون او اصول پیژنی مګر لدی معلومیږی چی مخکی له راتګ څخه له پاکستان سره پټه معامله کړی چی اوس بیا کوښښ کوی چی له وتلو وروسته موږ بیرته د پآکستان په لومه کی راولی مګر نړیواله ټولنه پدی ځای کی خپل مسولیت نده ادا کړی نوافغان دولت ته همدا اوس او همدا نن پکار ده چی نړیوالی ټولنی په وړاندی جدی غبرګون ونیسی او د خپلو افغانانو د وژلو او ۴۰ کلنی جګړی د عاملینو د سزا په اړه نړیواله محاکمه جوړه کړی او پاکستان په وړاندی هم نړیوالی محاکمی ته شکایت وکړی او هم امنیت شورا ته شکایت وکړی کچیری نه یی کوی لدی معلومیږی چی اوس افغان دولت هم د پاکستان هر فرمایش ته لبیک وایی

    http://www.taand.com/archives/13719
    څارونکي: له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانود وتلو پټکه رښتیا کېږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *