تاند- د سرو زرو یوه سکه، چې د بریتانیا د پخواني پاچا اووم ایډورډ انځور پرې حک شوی، په لندن کې په یو ملیون پونډه لیلام شوه.
تر دې وړاندې په بریتانیا کې کومه سکه په دومره لوړه بیه نه وه پلورل شوې.
د نړۍ دا نادره سکه د بریتانیا د اوسنۍ ملکې دوهمې الیزابت د تره ایډورد له هغه وخت سره تړاو لري چې نوموړي لا واک نه و پرې ایښی.
د دې سکې پېرودونکی د انتیکو شیانو یو مینه وال شتمن و چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي.
دا یوه له هغو ۶ سکو څخه وه چې په ۱۹۳۶ م کال؛ هغه مهال چې ایدورډ پاچا شو، ضرب شوې ده.
ټاکل شوې وه چې دا سکې نورې هم ضرب شي او د ۱۹۳۷ په جنورۍ کې چلښت ته راووځي.
خو پاچا ایدورډ د ۱۹۳۶ په دسمبر کې د دې لپاره چې له یوې امریکايي کونډې والیس سیمپسن سره واده وکړي، له تاج و تخته تېر شو او نه یوازې دا سکې نورې ضرب نه شوې بلکې ضرب شوې هغه هم دوران یا چلښت ته وړاندې نه شوې.
په ۶ ضرب شویو سکو کې ۴ په موزیمونو کې ساتل کېږي او دوې نورې له کلیکسونرانو سره دي.