د تاوتریخوالي کمیدا جګړې دوام ته یوه بله پلمه ده.

قطر کې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ خبرې دوام لري، اوس دا خبرې له تېر سره په دومره توپير دي چې امریکا د افغان حکومت نوي شرطونه طالبانو ته وړاندې کړي او بل دا چې افغان حکومت د هرې مشورې او پریکړې څخه جریان کې دی.

طالبان چې له یوې خوا جګړه کې سخت مات شول، له بلې خوا د سولې پروسه کې هر څه د طالبانو په خوښه مخکې نه ځي.

طالبانو لومړی داسې فکر کو چې د سولې خبرو کې به دوی له امریکا سره معامله وکړي، بهرني ځواکونه به ووځي او دوی به بیا امارت حاکم کړي.

خو له یو کلن بحثونو وروسته اوس مالومه شوه چې د طالبانو د سولې دا نقشه یو خیال و او افغانان او نړیوال هیڅکله بیا طالبانیزم نه غواړي.

طالبانو د سولې د خبرو له پیل سره پوره هڅه وکړه چې ځینې ولایتونو مرکزونه ونیسي او په دې سره به د سولې په میز زیات امتیاز ترلاسه کړي، خو افغان ځواکونو طالبانو ته داسې سبق ورکړ چې تیرو اتلس کلونو کې یې نه و ورکړی.

بیلابیلو ولایتونو کې د طالبانو مخکښ قومندانان یا ووژل شول او یا ونیول شول، ۱۳ ولسوالۍ د افغان ځواکونو تر کنټرول لاندې راغلې.

طالبانو د تېر کال جګړه کې یواځې ماین چاودنې کړی چې مرګ ژوبله یې ملکي وګړو ته اړولې.

له دې سره یو ځای افغان حکومت د قطر خبرو باندې اعتراض وکړ او نړیوالو ته یې وښودله چې افغان حکومت باید د سولې مهم اړخ وي، ځکه اجرایوي صلاحیت لري او امریکا ورسره ستراتيژیک او امنیتي تړون لري.

که بهرني ځواکونه له افغانستان وځي، د افغانانو او افغان حکومت په خوښه به وځي، نه د طالبانو په خوښه ، طالبانو هسې هم همداسې فکر کو چې امریکا سره به ډیل وکړي، بهرني ځواکونه به ووځی او دوی به بیرته حاکم شي.

خو امریکا او نړیوالو یې غوږونه ورخلاص کړی چې بیا طالبانیزم نشته، اوسنی نظام به دوام کوي، د ټاکنو لپاره به لنډ مهالې اداره رامنځ ته کیږي.

د دې موضوعاتو یواځې یادوونه نه ده شوې، ځکه امریکا دا حق نه لري چې د افغانستان موضوعاتو کې له طالبانو سره خبرې وکړی.

خو افغان حکومت امریکا سره په دې شرط د سولې هوکړه مني چې د دوی شرطونه پکې خوندي او منل شوي وي.

شرطونه دا دي چې طالبان به سرتاسري اوربند کوي، بین الافغاني مذاکرات به کوي او اوسنی نظام به دوام کوي.

دا هغه غوښتنې دي چې افغانان یې له خپل حکومت لري، ځکه یواځینی اوسنی نظام دی چې د خلکو حقونه پکې خوندي دي.

ولسواکه نظامونو کې خلک پریکړې کوي او طالبانیزم کې بیا دیکتاتوري ده چې د هیڅ افغان حق پکې خوندي نه وي، بلکې حقونه یې تلف کیږي.

نو طالبان چې د تاوتریخوالي د کمیدو طرحه وړاندې کړي، افغان حکومت او افغانانو ته منلو نه ده او د مذاکراتو لپاره باید اوربند وي چې سرتاسري، پایداره او باعزته سوله راشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *