سید عبدالله پاچا

امریکايي رسنیو ويلي دي چې طالبانو دوی ته د لس ورځني اوربند هوکړه سپارلې ده چې له مخې به يي لس ورځې اوربند کيږي او د هوکړې پر نورو مواردو به هوکړه کيږي خو تر دې مخکې طالبانو ويل چې دوی به کله هم اوربند ونکړي او له امریکا سره به ټول بحث له افغانستان څخه د دوی پر وتلو وي.

خو د اوربند له هوکړې سره سم د قطر دفتر په دې شته جوړښت کې د هوکړې له مادو د څارنې درې کسيزه کميټه هم جوړه شوې چې په راس کې يي له کوټې فرار شوی او نن سبا بیرته بلوچستان ته ستون شوی مفتي عبدالحکیم، شیخ شريف او مولوي قاسم دي دوی که څه هم پټ له پاکستانه ښه زړه نلري، د اخترمحمد منصور او ملاعمر وژنه د آی اس آی کار او هبت الله پر دوی په زوره منل شوی بولي خو د ځينو مجبوریتونو له امله له پاکستان پرته دوی ته بل بديل هم نشته دی. په کوټه کې باخبره سرچينې وايي چې کله د طالبانو لس کسيز پلاوی د مولوي شهاب الدین دلاور په مشرۍ پاکستان ته راغی او له هغه ځايه يي پټ هلمند ته سفر وکړ او له طالب مشرانو سره يي دبهرامچې په صفري سیمو کې لیدنې کتنې وکړې دوی ونشوای کړای مولوي ګل آغا،د امیرخان متقي ورور حاجي سردار او مفتي عبدالحکيم قانع کړي چې اوربند ته ژمن پاتې شي.

دهلمند جنګي ماشین چې د بهرنیو استخباراتو« آی اس آی، کې جي بي، سپاه پاسداران، چين او يو شمېر عربي هیوادونو» پيسې، د نشه يي توکو د مافيا عایدات او د هلمند د کانونو پيسې ورته را رواني دي کله هم په سوله، اوربند او يا سیاسي جورجاړي کې خپل خيرنه ويني اوان اټکل يي دادی چې د دوی په غیاب کې په دوحه کې روانې خبرې به يوازې د پنځوس طالب مشرانو په ګټه تمامې شي.

د هلمند د جنګي ماشین بله غټه ښې ګڼه داده چې له مالي پلوه ډير کم پاکستان ته اړ دي ځکه په هلمند کې د تریاکو ټول کاروبار او ان مارکيټ دوی په لاس کې اخیستی دی، د ملاامیرخان متقي ورور حاجي سردار له پاکستاني جعفرخان مندوخيل سره د ګډ شراکت په لړ کې د هلمند لوټل شوي رخام او نورې قيمتې ډبرې ان تر کراچۍ پورې رسوي او د شیخ عبدالحکیم او صدرابراهيم ډلې ته ایران، روسیي او چين ټټر وهلی دی چې دوی دې خپل کار کوي وسلې او پيسې يي پر دوی دي. طالبان تر ډير جر او بحث وروسته قانع شوي دي چې د هلمند د جنګي ماشین د پخلاينې په خاطر دوی ته هم د سولې په خبرو کې دحقاني شبکې په شان ونډه ورکړي، طالبانو د شرط په ډول انس حقاني ددې لپاره خوشې او لاس تړلی دوحې ته ولیږداوو چې د حقاني شبکې د قطر په دفتر کې خپل حضور ته لیده خو دا چې انس حقاني په مشروط ډول لاس تړلی دوحې ته بیول شوی او هلته تر سختې څارنې لاندې دی پر دې باندې هم لنډ استخباراتي مکث شونی دی

. پاکستان لا هم د هلمند پر جنګي ماشین باوری نه دی ځکه په دې ماشین کې تر ډيره افراد پر خپلو ګټو فکر کوي خو په بل ډول دې ماشین ته خپل پيغام ورساوو. د آی آس آی پيغام ډيرخطرناک وو ځکه له هلمنده بیرته ستانه شوي پلاني د هلمند جنګي ماشین ته ډاډ ورکړ چې دوی له کومې ستونزې پرته کړای شي چې بیرته کوټې ته تګ راتګ ولري او په همدې ژمنه کې مفتي عبدالحکيم چې ډير وخت يي له پاکستاني مزاياوو لرې په هلمند کې تیر کړی وو په بیړه بیرته کوټې ته ستون شو څو د کميټې پر ترکيب، د عایداتو پر ويش او ځينو نورو مواردو له طالب مشرانو او آی اس ای سره هوکړې ته ورسيږي. او دا درې کسان هم تصادفي نه دي ټاکل شوي بلکه په هلمند کې د برنۍ درې ډلو طالبانو استازيتوب کوي

. آی اس آی دوی ته د اسحاق آباد په غوث اباد ګلۍ کې د الشرعیه په نوم مدرسه د خبرو اترو لپاره ادرس وټاکه او وار د مخه يي خپل ډي اس پي امان الله هم موظف کړ چې ددې ناستې لپاره اړين تدابیر ونیسي، د امان الله اسحاقزي شتون هلته شته طالب مشران ډاډه کړي وو چې خاص خبره نشته ځکه په خټه اسحاقزی امان الله طالبانو ته د ډې اس پي په څيره د آی اس آی نيږدې کس وو،خو آی اس ای مخکې له مخکې خپل کار کړی وو او په مدرسه کې په داسې حال کې چې ددې مدرسې مشر او د طالب ځانمرګو مهم روزنکی امام الله هم ددې ناستې يوه برخه وو مدرسې ته د مفتي عبدالحکیم له را رسیدو سره سم يي مخکې له مخکې چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه چې د پاکستاني ډي اس پي، امام الله او ډيرو نورو په ګډون شل تنه پکې ووژل شول او مسولیت يي پاکستاني داعش ته راجع کړ، خو په داسې يو ځای کې چې د آی اس آی تر سخت پوښښ لاندې وي، ټول اوسیدونکي يي له ام آی سره ثبت وي، امنیتي کامرې پکې لګيدلي وي د داعش څه چې د نړۍ ټولې ترهګرې ډلې را ټولې شي داسې ځای ته يې رسیدل ناشوني دي. ددې برید موخه او پيغام څه وو؟ اټکل دادی چې شونې ده درې کسيزه کميټه هم د نورو طالب مشرانو په شان تر اوربند وروسته ډير فکر پر خپلو ګټو وکړي نو آی آس ای دوی ته دا پيغام ورساوو چې د خپلو ګټو په لړ کې باید د دوی ګټې هم خوندي شي او که چیرته داسې ونکړي شونې ده له خطرناکې پايلې سره مخ شي. اوس چې مفتي عبدالحکیم په هره سویه ددې کميټې مشري وکړي د آی اس آی او ام آی هغه چاودنه به يي يادوه وي چې دی د مدرسې په انګړ کې ولاړ وو خو له يو درز سره د شلو تنو غوښې د انګړ منځ ته را باد شوې.

اوس اوس ويل کيږي د درې کسيزې کميټې کسان تر چاودنې وروسته آی اس ای نامعلوم لوري ته وړي دي چې ددې نامعلوم لوري ته وړلو لامل به يی هم دا وي چې د ملابرادر په شان ترې پوخ ضامن واخیستل شي چې د پاکستان ګټې به په اوربند،سوله او هوکړه کې لومړيتوب لري. ملابرادر چې تقریبا لس کاله بندي وو، د لیونتوب تر حد پورې ورسول شو، ځنځير پر غاړه انځورونه يي رسنیو ته وښودل شول خو له خلاصون سره سره د افغانستان خو څه کوې د ځان په غم کې هم نه دی او د پاکستان په اشاره سمبولیک ناست وي او يوازې سرخوځوي.

تقريبا درې کاله کیدل چې د هلمند د جنګي ماشينې يوې برخې ته ددې له امله چې عوايد يي کوټې شورا ته نه ورکول، د پاکستان آوامر يي نه منل آی اس آی او کوټې شورا سخت په غصه وو، خو دا چې ظاهره د هلمند ماشین ته کميټه جوړه شوه پاکستان دلته بیا هم دوه موخې لري یو يي کميټه ځان ته تابع کړه او بل يي په افغانستان کې په جګړه کې بوخت طالب جنګيالیو ته دا پيغام ورکړ چې ستونزه نشته تاسو خپلې جګړې ته دوام ورکړئ.

ځکه په افغانستان کې له هر طالب څخه چې پوښتنه وکړې وايي اوربند نشته، موږ پر خپلو مشرانو باور لرو خو دوی باید ګرم نشي ځکه دوی ته يوازې ايديولوژي پيچکارې شوې نه د کوټې د چاودنې د تحلیل وړتيا لري، نه يي پر پيچلو استخباراتي مسايلو سر خلاصيږي او نه والله که ددې تفکيک کړای شي چې د روسيي پيسې دې حلالې وي خو د امریکا هغه دې حرامې…. دوی ته چې وسله ورسيږي،د څڼو تيل ورته برابر شي، د سکوټرو تيل يي پوره وي، د خيالي حورو انګازې يي په سر کې وي دوی ددې سوچ هم نه کوي چې څه به پيښ شي او ددوی دا د نن قربانۍ به په پای کې په کومه بیه په چا خرڅې شي..

پاکستان طالب مشرانو ته د الشرعيه پر مدرسه همدومره خطرناک پيغام ورکړ لکه څنګه يي چې د سټلايټ ټاون په جومات کې د هبت الله د ورور قاري احمدالله په وژلو کوټې شورا ته ورکړ او تر دې ساعت پورې هم د طالبانو مهم مشر او امیرالمومنین شیخ هبت الله تري تم دی، جنګي ماشین يي ژوندی بولي او د کوټې او قطر دفتر بیا دوه نظره لری یوه ډله يي لکه ملاعمر په عالم ابهام کې وژل شوی بولي او ځينې نور بیا وايي چې شونې ده شیخ هبت الله ژوندی وي خو پاکستان چیرته برمته کړی وي.

په هر حال له قراینو داسې ښکاري چې د طالبان پروژه ختمه ده، آی اس ای کلونه مخکې غوښتل دا پروژه ختمه کړي خو چې طالبانو ایران او نورو هیوادونو ته لاره پيدا کړه پاکستان ته يي ختمول ستونزمن شول ځکه همدا اوس د قطر دفتر او د کوټې نوې کميټه بیا هم نيمګړې ده ځکه په زاهدان کې پروت له ایران څخه امر اخیستونکی صدرابراهیم راضي نه دی او شونې ده طالبانو ته د اوربند او له اوربند وروسته بل سرخوږی هم پيدا کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *