لیکنه د ډاکتر عليرضا آزمندیان

ژباړه؛ فیصل ستانکزی

د انسان د بدن د اندامونو منجمله؛ زړه، سږو، غدو او حجرو ټول غیر ارادي فعالیتونه هره لحظه د لاشعور له لوري کنټرول او هدایتېږي. مثلاً: هره ثانیه په هره حجره کې په میلیونو کیمیايي، میخانیکي، عصبي او… عمل او عکس العملونه ترسره کېږي، چې ټول لاشعور رهبري کوي. اوس که په میلیاردونو عمل او عکس العملونه، چې په حجرو کې ترسره کېږي په څو میلیونو ثانیو کې ضرب کړئ، حاصل به یې داسې نجومي عدد وي، چې تصور به یې هم ونه کړئ، چې همدومره فرمانونه لاشعور صادروي، ارزیابي کوي، فيډبک ترلاسه کوي او بیا امر ورکوي.

 یقیناً د لاشعور فعالیت د دې لامل کېږي، چې انسان روغ یا ناروغ شي، یعنې که لاشعور د انسان اندامونو او حجرو ته د سلامتۍ امر وکړي، انسان روغ ژوند کولی شي؛ د دې پرعکس هم همداسې درواخلئ. حتا که یو کس له بهرني لامله (مثلاً: سر دردي. ژباړن) ناروغ شي په ښه کولو کې یې لاشعور مهم نقش ترسره کوي.

فیصل ستانکزی

نن ورځ ډاکتران په دې عقیده دي، چې  کوم درمل، چې د ناروغ په ښه کېدو کې ډېر اغېز لري لامل یې دا دی، چې ناروغ خپل لاشعور ته مثبت سیګنالونه لېږي. کله، چې ناروغ درمل خوري او د خوړلو په وخت کې له ځان سره وایي، چې د دې درملو په خوړلو سره به جوړېږم؛ لاشعور دغه فرمان له شعوره ترلاسه کوي او لاشعور د بدن د فیزیولوژۍ شرایط دې ته تغیروي، چې ناروغ مخ په ښه کېدو شي. البته دا په دې معنا نه ده، چې د درملو کیمیايي تاثیرات دې نفي شي بلکې درمل کولی شي، چې د ناروغ په ښه کېدو کې خپل کاتالېزور(هغه ماده، چې پرته له دې، چې مستقیماً د یوه کیمیايي فعالیت په انفعال کې برخه ولري، د سرعت د تغیر لامل یې شي. ژباړن) نقش ولري. له همدې کبله نن ورځ د طبابت په ټکنالوژۍ کې د ورته درملو استعمال مطرح کېږي، ځکه معمولاً د کیمیايي درملو استعمال منفي جانبي عوارض لري، چې پر ناروغ بد اثر کوي.

د انسان په بدن کې د درمل جوړولو لویه فابریکه شته، کله چې په بدن کې کومه ناروغي پیدا شي او د بدن کوم غړی درملو ته اړتیا ولري د اړتیا وړ درمل ورته تیاروي؛ له دې پرته چې جانبي عوارض ولري. جالبه دا ده چې د دې فابریکې صلاحیت له لاشعور سره دی. دا چې لاشعور په بشپړ ډول د شعور تر فرمان لاندې دی؛ نو د شعور سمه رهبري او لاشعور ته د مثبتو سېګنالونو لېږل کولی شي د دغې فابریکې په رهبرۍ کې مؤثر نقش ولري. بالاخره د انسان روغتیا تر ډېره حده په ده پورې تړلې ده، که پر دغه میکانېزم پوه شي کولی شي چې لاشعور سمه رهبري کړي او حتا الامکان د عمر تر پایه روغ ژوند وکړي.   

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *