محمد حنیف اتمر

تاند، سه شنبه، د دلوې لومړۍ: د ولسمشرۍ نوماند حنیف اتمر د سولې د روانو خبرو اترو په لړ کې د جمهوریت په خوندیتوب او له افغان ځواکونو سره د طالبانو په سراسري اوربند ټینګار کړی دی.

نوموړي له خپل دفتره په تازه نشر شوې خبرپاڼه کې له ټولو سیاسي لوریو غوښتي چې اختلافات ختم کړي او د سولې په اړه ملي اجماع رامنځته کړي.

نوموړي په دغه اعلامیه کې چې د سولې یوه لنډه طرحه هم بلل کېدای شي، ویلي، که چیرې د هېواد سیاسي مشران د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ د اسلامي جمهوري نظام ساتنه خپله سره کرښه وټاکي او په ټول اتفاق نوموړی هدف په بین الافغاني، له امریکا، اروپا او سیمې سره په مذاکراتو کې تعقیب کړي، افغانان به د سولې په مذاکراتو کې له ماتې وژغورل شي.

ښاغلي اتمر ټینګار کړی چې په اوسنیو شرایطو کې د سولې هوکړې ته تر رسېدو وړاندې، د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ سراسري اوربند ته اړتیا ده .

ښاغلي اتمر همدا راز ویلي، د سولې په مذاکراتو کې باید د حکومت استازي، سیاسيون، مدني ټولنې، میرمنې او ځوانان ټول ګډ حضور ولري او ټول په ګډه له نړیوال ضمانت سره د اسلامي جمهوري نظام په ساتنه ټینګار وکړي.

حنیف اتمر زیاته کړې، که چیرې امریکا نه شي کولی، له طالبانو سره د موافقتنامې لاسلیک د بین الافغاني هوکړې سره په یو وخت کړي، نو په وینا یې بیا د افغانستان له پاره حیاتي ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ له موافقتنامې څخه نړیوال ضمانت پر بین الافغاني هوکړې پورې مشروط او وتړل شي او دا ضمانتونه باید په یو وخت کې د دواړو له پاره وي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې حکومت هم د طالبانو او امریکا تر منځ د تاوتریخوالي راکمولو طرحه رد کړې او سولې لپاره یې اوربند مهم او اساسي شرط بللی دی.

همدا راز حکومت ویلي چې جمهوریت، اساسي قانون، د بیان ازادي او د وګړو حقونه یې مهمې سرې کرښې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *