تاند — د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وایي چې په ننګرهار ولایت کې د افغانیو د ترویج لپاره د خپلو وروستیو یومیاشتنیو هڅو په لړ کې یې خواوشا پنځوس میلیارده (پنځوس زره میلیونه) پاکستانۍ روپۍ له دغه ولایت څخه اېستلي دي.
ښاغلي میاخېل په خپله فیسبوک پاڼه خپره کړې یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې لړ کې تر دېرش میلیونو ډالرو پورې بهرني اسعار ننګرهار ته راغلي دي.
میاخېل ویلي چې په ننګرهار کې د افغانیو د ترویج او پراختیا په لړ کې د افغانستان بانک هم په لسګونو میلیارده افغانۍ ګټه کړې چې دقیق ارقام به یې پخپله بانک څرګند کړي.
ویل کیږي چې د افغانستان بانک او په ټوله کې د افغانستان لپاره یوه لویه ګټه دا وه چې د بهرنیو اسعارو په مقابل کې د افغانیو نرخ لوړ شو.
د ننګرهار د والي له خوا خپره شوې اعلامیه کې د ننګرهار اقتصاد د افغانستان په کچه لوی اقتصاد بلل شوی چې یوازې د جلال اباد ښار نژدې ۱۹ زره دوکانونه او خواوشا ۲۰ زره رکشې لري او په دغه ښار کې د څلورو میلیونو په خواوشا کې انسانان ژوند کوي.
که څه هم چې د ډیورنډ پولې پورې نښتي ننګرهار ولایت کې بېلابېلوغیرقانوني ډلو او کړیو فعالیت درلود، خو ویل کیږي چې دغه ولایت ته د والي په توګه د شاه محمود میاخېل په ورتګ او له امنیتي ادارو سره د همغږۍ او ګډ فعالیت له لارې په تېر نژدې یوه کال کې بېلابېلې وسله والې ډلې ماتې شوي او د ناامنۍ کچه راټیټه شوې ده.