د پاکستان د جماعت علماء اسلام ډلې مشر مولانا فضل الرحمن کلونه افغانستان لپاره بشري قوه خپلو تبلیغاتو باندې جذب کړه، خو بالاخره یې عقل کار وکړ او په دې یې اعتراف وکړ چې دا ټول کارونه د پاکستان ای ایس ای پرې کړی دی.

مولانا فضل الرحمن تازه څرګندونو کې ویلي چې ځوانان د جهاد پر لور هڅول د لویدیځ په غوښتنه او د پاکستان د استخباراتي ادارې ای ایس ای د خپلو ګټو لپاره ځوانان جګړې ته جذب کړي دي.

د پاکستان د جماعت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن په تازه ویډیو کې ویلي، پاکستان د خپلو ګټو لپاره د جهاد په نوم مذهبي اختلافات راپورته کړي او له اسلام یې ناسمه ګټنه کړې.

مولانا هغو کسانو ته په خطاب کې چې لا هم توپک په لاس کې لري ویلي، دوی ته به مالومه شي چې پاکستان کې طالب جوړونه او وسلو ته د ځوانانو هڅونه د مدرسې او که د حکومت له لورې شوې ده.

مولانا ښکاره ویلي چې دا هر څه د پاکستان د استخباراتو کار دی او د مولا په نامه خلکو باندې یې ځوانان د جګړو لیکو ته جذب کړي دي.

مولانا چې پخوا یې په افغانستان کې روانې جګړې ته د جهاد نوم ورکاوه دا هم ویلي، وسله والو کسانو ته به دا ډیر زر د روښانه اوبو په څیر مالومه شي چې د وسله والو ډلو ملاتړ د څه لپاره کیږي او څوک یې کوي، د مولانا په خبره بس دې ته لږ انتظار په کار دی.

د مولانا په څېر لسګونه علماوو پاکستاني د دیني مدرسو له منځه په یو او بل نوم افغانان تیر ویستلي او بیا په افغانستان کې د جګړو لپاره رالیږلي دي.

افغانانو په کراتو کراتو ویلي چې د پاکستان دیني مدرسې په نوم دیني مدرسې دي او نور پکې ترهګرۍ لپاره خلک روزل کیږي، خو طالبانو او پلویانو به یې نه منله ، اوس دا دی ښکاره شوه چې د پاکستان دیني مدرسې د دې لپاره نه دی جوړې کړی چې خلک دینی زده کړې وکړي، بلکې د دې لپاره دي چې د پاکستان استخبارات ترې خپله ګټه پورته کړي.

تاسو وګورئ، اوس هم چې افغانان دیني زده کړې کوي، پاکستان ته منډې وهي، د دې لپاره چې پاکستان خپلې ګټې ترلاسه کړي، له افغان طالب العلمانو څخه قانوني اسناد، کارت یا پاسپورټ نه غواړي.

د دې لپاره چې خلک لا زیات دیني مدرسو ته لاړ شي د پاکستان استخبارتي اداره مدرسو ته زیات امکانات ورکوي چې خلک ډير ورته جذب شي او دوی ترې خپله ګټه پورته کړي.

لکه د مولانا په څېر داسې سلګونه کسان به اعتراف وکړي چې د پاکستان استخباراتو کارولي، خو له بده مرغه دا اعتراف به داسې وخت کې وي چې بیا به وخت له وخته تېر وي او دې ناولې جګړې به د ډيرو ژوند اخیستی وي.

دا یو لنډ مثال دی چې پاکستان څنګه له دین څخه ګټه پورته کوي، د دیني مرکزونو څخه د ترهګرۍ د مرکزونو ګټه اخلي او په دې اساس دین په ټولنه کې نوم بدی کوي، په داسې حال کې چې زموږ دین د سولې دین دی او هیڅ ډول تاوتریخوالي ته اجازه نه ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *