راپور: نظر افغان

په لغمان پوهنتون کې د فکري مزل ټولنې له لوري جوړ شوي دې سيمينار ته پر لغمان سربېره له ننګرهار ولايت څخه د PMS موسسې د انجينرۍ د برخې مسول، انجينر ديدار او ګڼ مدني فعالان راغلی وو.

د لغمان والي محمد آصف ننګ، چې دغه مهال په يو سفر و، غونډې ته د ټيلفون پر ليکه خپله مقاله ولوسته. په مقاله کې يې د جاپاني ډاکتر او د PMS موسسې د مشر د کارونو د ستاينې تر څنګ، د هغه شخصيت او کرکټر تشرېح کړ. د نوموړي په خبره، ناکامورا د افغانستان د اوبو د مديريت پر سر ووژل شو او په دې برخه کې يې د ګاونډيو هېوادونو او په ځانګړي توګه د پاکستان لاس لرل هم رد نه کړل.

د ناکامورا د کلونو افغان همکار انجينر ديدار د هغه پر احساس وغږېد چې څنګه يې د جاپان په څېر يو موډرن او متمدن هېواد ته شا او افغانستان کې يې خدمت پيل کړ؟ ده وويل: دا سړی له يوه انساني فکر او خواخوږۍ سره دلته راغی او هغه څه يې وکړل چې ډېرو کورنيو او بهرنيانو ونه شو کړی.

د ولايت سرپرست او مرستيال والي شهزاده مظلوميار هم خپله ترتيب کړې مقاله ولوسته او په کې يې ټينګار کړی و چې د جاپاني ډاکتر د ياد ژوندی پاتې کېدل به همدا وي چې د نوموړي پروژې او برنامې ونه درېږي او مخ ته لاړې شي.

د لغمان پوهنتون استاد او د فکري مزل ټولنې مشر، پوهنيار عمران الله خنجر هم د يوه هيومانېست او وګړپال بشر په توګه د ده خوی او فکر تشرېح کړ. ده وويل: تيڅو ناکامورا د يوه ژوندي او متعهد انسان په توګه له افغانانو خپله هېڅ مرسته ونه درېغوله او دا يې حق دی چې دې ورته سيمينارونه يې په ياد جوړ شي.

د سيمينار په منځ کې د نظر افغان له لوري د ډاکتر تيڅو ناکامورا پر فکر او احساس جوړه شوې هنري تراژيدي ويډيو د (نه‌سړيتوب پښو ته حلال، ډاکتر ناکامورا) تر سرليک لاندې ګډونوالو ته وړاندې شوه.

اسدالله ښالېز، مولوي عبدالاحد عتيد، محمد حسين مياخېل، شاه محمود کډوال، فيضان الله پټان، ګل احمد محبت او ځينې نورو مقاله ليکونو هم خپلې مقالې او ويناوې وارولې.

د PMS جاپانۍ خيريه موسسې مشر ډاکتر تيڅو ناکامورا له شاوخوا شلو کلونو راهيسې په افغانستان او پاکستان کې د افغانانو په تداوۍ او د اوبو د مهار په خدمت کې تېر کړل. نوموړی روان کال د ليندۍ مياشتې په ۱۳مه نېټه په جلال آباد ښار کې د نامعلومه وسله‌والو په ډزو ټپي او وروسته يې ساه ورکړه.

تر دې وړاندې د نوموړي په ياد د شمعې بلولو او يادغونډو ګڼې ناستې وشوې خو دا لومړی ځل دی چې په ياد يې تحقيقي سيمينار جوړيږي.

د لغمان والي محمد آصف ننګ ژمنه وکړه چې د دې ګټور سيمينار مقالې به د يوه کتاب په بڼه چاپ کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *