تاند، سه شنبه، د دلوې لومړۍ: د ولسمشرۍ ماڼۍ د حکومتولۍ او برنامو ریاست مرستیال هارون چخانسوري د باندنیو چارو وزارت سرپرست او سیاسي معین وټاکل شو.
تر دې وړاندې ادریس زمان د باندنیو چارو وزارت سیاسي مرستیالي او سرپرستي دواړه مخته وړل.
په دې اړه د ولسمشر فرهنګي سلاکار شاه حسین مرتضوي تاند ته وايي، ښاغلی چخانسوري د ولسمشر د حکم له مخې په مافوق رتبه د نوي خارجه وزیر تر ټاکل کېدو پورې د دغه وزارت سرپرستي هم پر غاړه ولري.
د مرتضوي په خبره د ولسمشر په حکم کې ښاغلی چخانسوري مکلف شوی دی چې د باندنیو چارو وزارت د اصلاحاتو لړۍ به جاري ساتي.
چخانسوري د اسټرالیا له سیډني پوهنتون څخه په عامه اداره کې ماستري لري او تر دې وړاندې دولسمشر د ویاندۍ تر څنګ یې په ګڼو دولتي او غیر دولتي ادارو کې کار کړی دی.