تاند(سې شنبه، د دلوې ۱) د امریکا او ایران ترمنځ له وروستیو ناندریو وروسته ایران د افغان طالبانو ملاتړ زیات کړی دی.
واشنګټن ټایمز ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ په یوه راپور کې د استخباراتي سرچینو په قول ویلي چې د ایران په مشهد او د پاکستان په کوټه کې د مېشتو طالبانو ترمنځ له تماسونو څخه څرګنده شوې چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هلې ځلې ممکن له ستونزو سره مخامخ شي.
واشنګټن ټایمز وايي، د ایران او امریکا ترمنځ د ترینګلتیا معنا دا ده چې افغانستان به د تهران او واشنګټن ترمنځ د نیابتي جګړې پر میدان بدلېږي.
د امریکا د حکومت ځینو چارواکو په وروستیو کې خبرداری ورکړی و چې ایران ممکن په افغانستان کې فعالیتونه زیات کړي او سرچینې وايي استخباراتي کړۍ له وړاندې څخه له طالبانو سره د ایران له ملاتړه خبر دي.
په داسې حال کې چې ایران او امریکا د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر د یوولسمې له حملو وروسته په افغانستان کې ګډې ګټې لري- دواړه د طالبانو مخالف دي او د طالبانو د مخالف حکومت ملاتړ کوي خو د سیمې شناندې وايي چې په وروستیو کلونو کې وضعیت بدل شوی دی.
ډېر شنونکي خبرداری ورکوي چې ایران د بغداد هوايي ډګر ته نژدې د قدس ځواک د قوماندان جنرال قاسم سلیماني د وژل کېدو په ځواب کې ښايي په افغانستان کې د امریکا ضد ځواکونو یا طالبانو ملاتړ زیات کړي.
د پاکستان صدراعظم عمران خان سویس ته د سفر پر مهال ویلي: که امریکا او ایران جنګ سره وکړي، دا به یوه لویه فاجعه وي.
هغه له دواړو هېوادونو غوښتي، چې اړیکې سمې او له ناندریو لاس په سرشي.
ایران او امریکا منلې، چې خبرې به سره کوي، خو لا یې عملي ګامونه نه دي اخیستي.
همدارنګه ویل کیږی چی امریکا په ایرانی سوداګرو باندی د ویزو بندیز اعلان کړی