تاند، چهار شنبه، د دلوې ۲مه: د فاریاب ولایتي اداره وايي، په دغه ولایت کې طالبانو یوه ښځه او یو طالب وسله وال د جنسي اړیکو د لرلو په تور وژلي دي.

د فاریاب ولایتي ادارې لخوا تاند ته په استولې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ګرزیوان ولسوالۍ د غولبیان اوسېدونکې دغې میرمنې ورور په طالبانو کې و او کله چې نیول شوې، نو طالبانو سمدواره سړی هم راغوښتی او دواړه یې وژلي دي.

بلخوا د فاریاب امنیه قومنداني تاند ته وايي، وژل شوې مېرمن ۲۵ کلنه وه او دوه ماشومان یې هم درلودل.

د فاریاب د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش وايي، د دغې مېرمنې پلار د لور تر وژل کېدو وروسته د هغې د بدن غوښې ټوټې کړي او راځوړندې کړې یې دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه نظر نه دی ورکړی.

2 thoughts on “فاریاب، د طالبانو له سنګسار وروسته، پلار خپله لور قصابي کړې ده”
  1. پلار یی دد پر څای چې لور یی تر وژل کیدو وروسته ټوټې ټوټې کړې وای باید له وړاندې یی تعقیب کړې وای چې لور یی کومې کړنې ترسره کوي وروسته یی ټوټې کول کومه ګټه نلري هسې ځان ښودل دي.

  2. دا کار غیر اسلامي دی مرګ یې هلته رواده چې په سترګو یې ووینې چې تناصلي اله په تنا صلي اله کې ننوتی دی او ښځه او سړي دواړه متا هل دي
    او داکار امکان نلري هر څوک پټ کار کوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *