تاند(چهارشنبه، د دلوې ۲) بلومبرګ امریکايي نشریاتي موسسه د افغان طالبانو په قول وايي چې دوی له امریکا سره د سولې موافقې ته نژدې شوي دي.
بلومبرګ ته د طالبانو د جنګي ډلې ویندوی او همداراز په واشنګټن کې یوې امریکايي سرچینې ویلي چې دواړه خواوې داسې موافقې ته نژدې شوي چې پر اساس یې امریکايي پوځیان په تدریجي ډول له افغانستانه وځي.
د بلومبرګ پر اساس، دا په وروستیو میاشتو کې دوهم ځل دی چې امریکا او طالبان موافقې ته سره نژدې کېږي.
د تېر کال په سپټمبر کې په کابل کې له یوې انتحاري حملې وروسته، چې یو امریکايي پوځي پکې ووژل شو، د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ناببره له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې.
بلومبرګ ته د طالبانو د جنګي ډلې ویندوی ذبیح الله مجاهد د سې شنبې په ورځ په څو پیغامونو کې ویلي، د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په مشرۍ امریکايي پلاوي د دوحې په روانو خبرو اترو کې د طالبانو له لوري له ۷ تر ۱۰ ورځو پورې د اوربند په اړه خبرې کړي.
مجاهد همداراز ویلي چې د قطر په روانو خبرو کې به په دې پرېکړه وشي چې کله او چیرې موافقه لاسلیک شي.
بلومبرګ وايي چې خلیلزاد د خپل پلاوي غړیو ته ویلي چې له طالبانو سره د خبرو نتیجې افشا نه کړي.
بلومبرګ دا هم وايي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندویې مورګان اورتاګس په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد وايي چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر هم د قطر په خبرو کې، چې د دوشنبې له ورځې پیل شوي، ګډون لري. خو په کابل کې د امریکا سفارت په دې اړه د بلومبرګ برېښنالیکونو ته ځواب نه دی ویلی.
مجاهد وايي چې د هغې موافقې په شرایطو کې کوم بدلون نه دی راغلی چې د ټرمپ له لوري په سپټمبر میاشت کې د خبرو تر لغوه کېدو وړاندې پرې سلا شوې وه.
د مجاهد په وینا د موافقې له لاسلیکه وروسته به امریکا یوازې په کابل کې د دیپلوماتیکو اړیکو لپاره یو سفارت ولري. د دوی ټول پوځیان به له افغانستانه ووځي.
ده همداراز وویل، له موافقې سره سم به امریکا له ۵ زره تر ۱۳ زره پوځیان په ۱۳۵ ورځو کې وباسي، نور به وروسته په تدریجي ډول ووځي.
امریکا له طالبانو تر اوربند وړاندې د اوږدې مودې لپاره د اوربند غوښتنه کړې.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم ویلي چې طالبان باید د سولې تر مخامخ خبرو وړاندې لومړی اوربند ومني.
خو طالبان وايي چې له افغانانو سره به د سولې خبرې وروسته له دې پیل کړي چې امریکايي پوځیان ووځي.
هغه پښتو کی یوه سندره ده چی وایی
خبره لاړه ډنډوره شوه
جانان خپل کار دی کوه خپل به کومه
شاهین ویلو چی د جنوری تر اخیر پوری به تړون لاسلیک شی مګر زما په نظر دا یی درواغ ویلی
ځکه خدای تعالی وایی
لعنت الله علی الکاذبین
یعنی د خدای لعنت دی وی په دوراغجنو باندی ښه پوهیږی چی پاکستان پوځ او استخبارات را ته اجازه نه راکوی نو بیا ولی د ټاکنو مخه مو ډب کړی چی کله سوله کوی نو له اوربند ولی تیښته کوی
چی نه غواړی چی دلته نوری وینی وبهیږی بیا ولی پاکستان پوځ او استخباراتو خبری منی چی پاکستانی پوځ او استخبارات بیا مستقیم له امریکا او برتانیی حکم اخلی او تاسی مخی ته بیایی
فکر کوی چی ولس د مخکی په شان له هری موضوع آګاه ندی په رښتیا د تاسو مشران په افغانستان کی دی بیا خو د امریکا په وړاندی هم شک پکار دی چی د دوی په قوی تکنالوژی سره سره طالبان په افغانستان کی ګرځی که تاسی مشران په پاکستان کی نه وی نو تاسی اوربند او سولی لپاره پاکستان ته ولی راغلی وی یعنی تاسی د پاکستان پوځ او استخباراتو سره مشوره کوله نه له خپلو مشرانو سره
تاسی که سوله غوښتله نو ولی مو مشران کله په کوټه کی کله په اسلام آباد کی وژل کیږی او بندیان کیږی
لکه ملابرادر یا هیبت الله ورور چی په کوټه کی په یوه مدرسه کی وواژه
ملا ربانی چا وواژه ولی تر ننه مو پوښتنه نده کړی
ملا برجان چا وواژه او ولی ولس ته رښتیا نشی ویلی
آیا دا صلاحیت لری چی خپل کورنی له پاکستان څخه بهر بل هیواد ته وباسی که داسی نه وی بیا ځان ته په کومه سترګه ګوری