ولسمشر کرزی وايي، له جرګې دوه اونۍ مخکې په ټول افغانستان کې تلفات صفر ته راټيټ شوي؛ خو دوه مياشتې وړاندې د شهيدانو په شمېرلو ستړي وو.

د تړون انجام د اعتماد په داسې ژور بحران کې مثبت نشي اټکلېدای. مشورتي لويې جرګې په غوڅ اکثريت له امريکا سره امنيتي تړون تاييد کړ، خو کرزی وايي، د جرګې پرېکړې ته په احترام، مګر چانه وهلو ته به دوام ورکړي.

ځينې شنونکي وايي، د خلکو احساسات او د تړون له بېړني لاسليک څخه بې درېغه ملاتړ ښايي ولسمشر کرزی په سياست کې محتاطانه او تدريجي معاملې ته پرېنږدي.

دا به لومړی ځل وي، چې داسې يوه لويه افغاني تجمع د ولسمشر کرزي د وينا تر تاثير لاندې رانغله. جرګې پرېکړه کړې وه، چې له امريکا سره امنيتي تړون د يوې تر يوې نيمې مياشتې اوږدو کې لاسليک شي، خو ولسمشر په اختتاميه وينا کې بيا هم د جرګې ګډونوال حيران کړل، چې له امريکا سره تړون کې چانه وهنې ته به ادامه ورکړي.

د ولسمشر ددې خبرې منفي غبرګون د جرګې له تالاره راپورته شو او د جرګې مشر صبغت الله مجددي وويل، که امريکا د تړون د هرې مادې عملي مخالفت وکړي، دی او د جرګې ټول غړي به يې مسووليت په غاړه واخلي او دده په خبره چې له تړون لاسليک سره سره يې باطلول د افغان ولس د توان چاره ده.

د ولسمشر او امريکا ترمنځ د تړون په ګڼو جنجالي مادو کې اوس يوازې انتخابات او سوله د اساسي ټکو په توګه يادېږي، چې ولسمشر کرزی يې په تعميل کې له امريکا تضمين غواړي.

د سولې په برخه کې د امريکا پر نيت شکونه په قطر کې د طالبانو له دفتر او طالبانو ته د دوو يا څو سيمو د سپارلو په انګېزو راپيل شوي دي. ولسمشر ادعا کوي، چې امريکا افغانستان کې د جمهوريت او امارت دوه موازي دولتونه جوړول غوښتل، خو په خبره يې چې دوی د يادې توطيې مخه ډپ کړه.           همدا راز د يوې يا څو ولسواليو تر اندازې طالبانو ته د يوې ټوټې خاورې سپارلو په توطيه کې هم افغان حکومت او هم طالبانو د امريکا د پلانونو لاره بنده کړه.

د ولسمشر په پرانستونکې او هم اختتاميه وينا کې دا ټکي ډېر صريح وو، چې امريکا له افغان امن او طالبانو سره ژوره رابطه لري، حتی تحليلېدای شي، چې امريکا په روانه نا امنۍ کې لاس لري.

د ارګ له اراکينو سره په وروستيو مخامخ خبرو کې د امريکا سفير او د پاکستان ـ افغانستان لپاره د امريکا خاص استازي ويلي، چې افغان ټاکنې به دويم دور ته لاړې شي او ښايي دويم رونډ شپږ مياشتې په ځنډ وي.

دا وړاندوينه د ارګ د لويې اندېښنې سبب ده، چې امريکا فکر کوي دا به د افغانستان وروستنی مشروع دولت وي. که څه هم د جرګې په پای کې ولسمشر له سټيج څخه د حضرت صيب خبرې په خلکو بيا بيا تکرارولې؛ اما د تړون د ځنډ په اړه د کرزي ملاتړ په کمېدو دی او د هغو تضمينونو په هکله ګڼې پوښتنې راولاړې شوې، چې کرزی يې د تړون د تعميل په هکله له امريکا غوښتونکی دی.

ځينې شنونکي وايي، د خلکو احساسات او له تړون څخه بې درېغه ملاتړ ښايي ولسمشر کرزی په سياست کې محتاطانه، تدريجي او د خپلې خوښې تعامل ته پرېنږدي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *