له ویدیو څخه ژباړونکی: محمد عارف رسولي
د صحرايي کېدو او اقلیمي بدلون د بیا رغونې لپاره هیله، تاسو څه کولی شئ
سریزه
درنو لوستونکو! دا لیکنه د یوه نړیوال وتلي کارپوه له ویدیو برابره او ژباړل شوې ده که درته ممکنه وی، په غور سره یې څو وارې ولولئ. زه درسره وعده کوم چې زیات نوي او تازه په زړه پورې معلومات لري. په دې لیکنه کې د اصلاحاتو راوستلو او حکومتدارۍ او په هغو کې د عامه نظر د اهمیت، د ځمکې د صحرايي کېدو، د چاپېریال د استراحت اهمیت او څرنګوالی، د صحرا کېدو په وړاندې د څارویو اهمیت د یوې وسیلې په توګه خو څنګه، ولې زیاتې پالیسۍ او پروګرامونه نه بریالي کېږي، نني تمدن ته د ستر خطر یعنې د اقلیم د بدلون او لاملونه یې او نورو ستونزو په هکله خبرې کېږي.
همدرانګه، دا لیکنه د بیا احیاکېدونکي زراعت، د نن زمانې انکشافي پروګرامونو هر اړخیزه (holistic) مدیریت چې مطلوب دی او ساده کړل شوي (Reductionist) مدیریت چې ستونزې زېږوي، په هلکه بحث کوي، د دواړو ګټې او تاوانونه سره پرتله کوي او روښانوي. همدارنګه، په لیکنه کې تاسو کتلی شئ چې دا کارپوه د حکومتونو، سیاستوالو، نهادونو او پوهنتونو رول او د عوامو د نظر (Public perception) رول له زیاتو مثالونو سره بیانوي. دا کارپوه وایي: که د بدلون رهبري غواړې، آینې ته وګوره او د مسؤلیت احساس وکړه، ته په خپله رهبر یې او بدلون راوستلی شې.
الن سووري، اوسني تمدن ته د صحرايي کېدو او د ځمکې د ګرمېدلو خطرونه او حل لارې
زه به تاسو ته د ناهیلۍ او د نړۍ د پای خبرې نه کوم بلکه درته وایم چې که موږ سم کار وکړو د سترو هیلو د پوره کېدو امکان شته دی. خو باید په ډاګه ووایم چې موږ د صحرايي کېدو او د اقلیم د بدلون له سترو سونامي غوندې خطرونو سره مخ یو. دا جګړه به د تاریخ په اوږدو کې تر ټولو جنګونو سخته او اوږده وي، دا هغه مبارزه ده چې موږ څنګه له خپل چاپېریال سره په همغږۍ کې ژوند وکړو. که حالات همداسې وي نو ځمکه به دوام وکړي، خو زموږ اوسنی تمدن به ختم کړي لکه په تېرو پېړیو کې چې د چاپېریال د تخریب له کبله د ۲۰ په شاوخوا کې پخواني تمدنونه له منځه تللی دي. د دې خطرونو زیاتې نښې نښانې شته لکه ګورو چې د غرونو او پورته ځمکو د لوڅېدو او تخریب، سیلاونو، وچکالیو، فقر، په ملکونو کې د ننه بې ځایه کېدلو، د ښځو او ماشومانو ځورولو، بل هېواد ته ګډه کولو او نورې ستونزې ورته پیدا کول او داسې نور چې خلک هڅه کوي ورته حل لارې ومومي. زه به تاسو ته نا اشنا خبرې نه کوم بلکه هغه څه به وایم چې موږ انسانان یې په عقلانیت، له تاریخه په زده کړه او د غوره ساینس په مرسته یې په کار اچولی شو.
زه وایم چې که موږ غواړو چې یوه ستونزه حل کړو، که د هغو ریښه ایز لاملونه و نه پېژنو ناکام یو. ایا څوک شته په حاضرو کسانو کې چې له دې خبرې سره همغږي و نه لري؟ هر انسان په دې پوهېږي خو په نړۍ کې یو پوهنتون هم نه ورباندې پوهېږي، موږ پوهېږو چې د اقلیم بدلون څنګه رامنځته کېږي. زیات کارپوهان او د نوبل د جایزو ګټونکي لرو، زیات مفکرین او ساینس پوهان لرو، موږ ته وایي چې د هغو لاملونه څه دی او خلک یې خبره هم مني. دوی موږ ته وايي چې د اقلیم د بدلون لاملونه: څاروي، د ډبرو سکاره او تیل دي. خو راځئ له خپل ګډ عقلانیت څخه کار واخلو. څاروي موږ په زرهاوو کالونو لرل، له هغو د لبنیاتو، وړیو، غوښو، او نورو اقتصادی ګټو په ګډون زیات شیان تر لاسه کوو. تیل او معدنیات په راتلونکو پېړیو کې زموږ لپاره په کار دي او زیرمې ستونزه نه رامنځته کوی او دا زموږ ساینس پوهان دي چې دا خبرې کوي.
نو څه شی د اقلیم د بدلون لاملونه کېږي؟ په حقیقت کې دا مدیریت دی چې ستونزې رامنځته کوي. څاروي د لسهاوو زره کالونو په بهیر کې موږ لرل، رمې او ګلې یې وي، څرول مو او ولې یې دا ستونزه نه رامنځته کوله. دا د څارویو، څړځایونو، کرنې او نورو مدیریت دی چې ستونزې یې رامنځته کړې دي. دا د تیلو د کارونې او سوځلو خراب مدیریت دی چې ستونزې رامنځته کوي. په وروستیو ۵۰ کلونو کې زه دا خبره کوم، ثبوتونه وړاندې کوم، ځینې ساینس پوهان هم راباندې نیوکې کوی، خو یوه هم دا تکلیف ځانته ورنه کړ چې زما او ملګرو او همفکرو پیغام مو سم مطالعه کړي او علمی نیوکه وکړي.
موږ انسانانو څلویښت کاله پخوا پیدا کړه چې زموږ په مدیریت کې ستونزه ده، هغه داده چې زموږ مدیریت هراړخیزه (Holistic) نه بلکه ساده کوونکی (Reductionist) دی. نو دا مهمه خبره ده ځکه اوس کولی شو ورته حل لارې ومومو. څو کاله پخوا په سویډن کې یو علمي کانفرانس و او د ناروې لمړۍ وزیرې ورته وینا کوله او ویې ویل: موږ په بیلیونو ډالره په زیاتو ستونزو لکه سیلاوونه، بېوزلۍ، صحرايي کېدو او نورو لګوو خو هېڅ ګټه نه کوي او همغه ستونزې ورځ تربلې زیاتېږي. زیات ساینس پوهان هم موږ ته وعدې راکوي، له غلطو پالیسیو سره سر ښوروي، خو بیا هم ښې پایلې نه لري. موږ له سلهاوو کارپوهانو، د څېړونکو او ځینو ځانګړو پالیسي جوړونکو سره په ناڅاپي توګه دا خبره پیدا کړه او باید په رښتیا ووایم چې موږ کوم پلان نه درلود او نه پوهېدو چې د څه په لټه کې یو.
زه به تاسو ته یو څو مثالونه درکړم چې بشریت ورته کشفیات کړي خو په ناڅاپي ډول تر زیاتو هڅو وروسته بریالي شوي دي. دمثال په توګه د رایت برادرز (Wright Brothers) چې تر زیات وخت، د زیاتو کسانو تر زیاتو ناکامو هڅو وروسته وتوانېدل چې الوتنه وکړي. دې بشریت ته لاره پرانېستله او ۷۰ کاله وروسته بشر سپوژمۍ ته وخوت. الن سووري وايي چې زه همدا کیسه او ستونزه دلته د صحرايي کېدو او د پورته ځمکو «میلان لرونکو ځمکو، غونډیو، څړ ځایونو، دښټو او غرونو) د لوڅېدو او تخریب په هکله وینم. پنځوس زره کاله کېږي چې بشریت د صحرا کېدو له ستونزې سره مخ دی خو کله تېل او معدنیات ملامتوي او کله بل څه. اوس موږ په یقین او سل په سلو کې پوهېږو چې د صحرايي کېدو او د اقلیم د بدلون ستر لامل څه دی. لکه پخوا نه پوهېدو چې څنګه الوتلی شو، همدارنګه، یو وخت موږ انسانانو باور نه درلود چې ځمکه ګرده ده او کروي شکل لري او فکر مو کاوه چې اواره ده، ګالیله خپل ژوند په دې خبره له لاسه ورکړ خو چا یې خبره نه منله، خو اوس پوهېږو. همدارنګه، د صحرایي کېدو په ښکارنده باندې د پوهېدو په مخ کې هم ځینې خنډونه وو لکه د نورو زیاتو مسلو په هکله چې بشریت تجربه کړي دي.
له تاسو څخه هغه کسان چې د هراړخیزه مدیریت په هکله مو اورېدلي دي پوهېږي چې د دې په وړاندې ځینې خنډونه دي چې نه پرېږدي مخته لاړ شي او د انسان روح والوزي. خو یوازې تاسو عادي خلک، مالدار، بزګران، کورنۍ او نور کولی شئ چې دا په ټپه ولاړ حالت ختم او اصلاح راولئ. دا خنډونه هېڅ سیاستوال، پوهنتون او ورته خلک نه شي له منځه وړلی. لکه چې ما مخکې وویل چې مدیریت اصلي ستونزه ده. د مدیریت په هکله باید ووایم چې د فامیل، بزنس یا کاروبار، څړ ځایونو، ځنګلونو، څارویو، کرنې او نورو څخه کار اخیستنه او مدیریت په ډول کې ستونزو ته ګوته نیسو. همدارنګه، د حکومت پالیسۍ جوړولو، پلي کولو، د ملګرو ملتونو کارونه او نورو ټول په مدیریت کې راځي.
کله چې موږ مهم، عمومی او ستر کارونه کوو ایا په یوازې توګه یې کوو که د سازمانونو په مرسته یې کوو. ټول پوهېږو چې موږ جنګونه د پوځونو په مرسته کوو، خپل ماشومان او ځوانان په ښوونځیو او پوهنتونو کې روزو. سازمانونه رامنځته کېږي ځکه چې زموږ د تمدن اړتیا ده، د هغو په مرسته موږ زیات کارونه په خورا اغیزمنه توګه کوو چې په یوازې توګه یې نه شو کولی. سازمانونه لکه انسان غوندې خواص نه لري. دوی خپل ځانګري خواص لري. له هغو تمه هم نه کېږي د یوه کس په توګه مسول ونیول شي. سازمانونه په زرهاوو انسانان ووژنی خو څوک ورنه پوښتنه نه کوي. موږ سازمانونه مسول نه بولو ځکه هغوی زموږ نهادونه (بنسټونه) دي. که تاسو زموږ سازمانونو ته ورشئ، تر ټولو غوره کمپیوتر، تکنالوژۍ او نور وسیلې کاروي، دا ځکه چې عوام فکر کوي چې دوی مهم دي. دوی په زرهاوو نیالګي کري ځکه چې ټولنه او عامه نظر د ونو کرل ګټور بولي.
سازمانونه خپل خواص لري، دوی زیات وخت پایي. که د یوه سازمان بورد په کومه حادثه کې ټول مړه شي، بیا نور وټاکي. که د کوم فامیل مور او پلار مړه شي اولادونه یې بیا فامیل راژوندی کړي. سازمانونه داسې نه دي لکه موږ چې کوم شیان لکه موټر جوړ کړو که تیل نه وي نو نه شي تللی. سازمانونه چې پاخه شي په نهادونو واوړي او د سیستم په توګه خپله ځان سمبالوي، نوې بڼه غوره کوي او خورا پېچلی شکل لري، کار او دوام کوي. همدارنګه طبیعت هم پېچلی سیستم لري. نو موږ په نړۍ کې دوه پېچلي سیستمونه لرو، لکه نهادونه او طبیعت چې موږ په مدیریت کې ورسره سروکار لرو.
هر څه چې تاسو په اوسني ژوند کې ګورئ لکه موټر، الوتکې د غاښو بورس، رادیو، کالي او نور جوړول، فضايي څېړنې، انسان سپوږمۍ ته استول او نور هر څه تکنالوژۍ، تخصص او وسیلو ته اړتیا لري. دا هر څه به موږ ته زیات پېچلي ښکاري خو داسې نه ده. که یې تیل او بټرۍ خراب شي، کار نه کوي، زر زوړ شي او د نوي کېدو توان نه لري. خو که هر څومره تخصص او تکنالوژي هم غواړي بیا هم د انساني سازمانونو او طبیعت په څېر پېچلي نه دي. که راکېټ، الوتکه او نور خراب شي بیا موږ بل جوړولی شو، د انساني نهادونو او طبیعت سیستمونه زیات پېچلي دي او زر نه رغېږي.
د مثال په توګه صحرايي کېدل یوه طبیعي پېچلې ستونزه وه خو موږ تر زرهاوو کلونو وروسته حل کړه. د اقلیم بدلون یوه بله پېچلې ستونزه ده او ټول پوهېږو چې په اوسنیو تګلارو یې نه شو حل کولی. خو موږ به د هغو په هکله هم نن خبرې وکړو.
کله چې ځینې ښکارندې او پدیدې که څه هم حقیقت ولري خو پېچلې وي، د شته او حاکم تفکر بدلون ته اړتیا لري او د عامه نظر خلاف وي، نو زموږ سازمانونه او نهادونه تل د شته حالت ساتونکي او د بدلون خلاف وي، څوک نه پرېږدي چې دې ښکارندو ته له نوو لارو وګوري او نوې حل لارې و ازمويي. تاریخ موږ ته راښيي چې ګالیله کله د شته نهادونو خلاف فکر وکړ حال یې څه شو، یو بل کارپوه چې کله وویل که تاسو د ښځو د ولادت په وخت لاسونه پرېمنځئ زیات سلنه ښځې په له مرګه بچ شي، هغه یې لیونۍ وباله او د لیونیانو سره یې واچاوه او هلته مړ شو. الن سووري وایي چې ده ته هم څو ځلې زیات خطرونه پېښ شوي خو ځینو ملګرو یې نجات ورکړی دی. هغه وايي چې په سازمانونو او نهادونو کې کار کوونکي بد خلک نه دی، په حقیقت کې هېڅوک هم بد نه دي دا حاکم شرایط ورباندې یو ذهنیت تحمیلوی او باید له نوښت سره مخالفت وکړي. نو دا همغه د انسانی سازمانونو او نهادونو پېچلې ستونزه ده چې دوی نوښت نه شی کولی بلکه اړ دي چې مخالفت یې باید وکړي. که تاسو په زرهاوو بېلګې او ثبوتونه هم د بدلون په ګټه سازمانونو او نهادونو ته وښيئ دوی مو خبره نه مني. که دوی و هم غواړي بدلون نه شي راوستلای تر څو په عامه نظر کې بدلون راشي، کله چې دا کار وشي، بیا په سازمانونو او نهادونو کې هم بدلون راځي او د بدلون پلوي کېږي. زه په تاریخ کې یو مثال هم نه شم موندلی چې نهادونه دې تر عامه نظر مخکې بدلون ته تیار شوي وي. ما چې کله د نوښت خبره کوله په ټوله پرمختللې نړۍ کې یوه سازمان، یوه پوهنتون او ان د چاپېریال ساتنې یوه سازمان هم زما خبره ونه منله بلکه مخالفت مې یې وکړ. زه بیا وایم چې دا خلک بد نه دي بلکه خبره د پېچلې ستونزې ده. په سازمانو کې چې خلک دي هغوی نه شي کولی د سازمان خلاف خبره وکړي، وېرېږي چې مشران به ورنه خوابدي شي، له کاره به یې لاس واخلي او یا نور. بیا هم دا ښه خلک دي خو دا بیا همغه پېچلې ستونزه ده. یو ښه مثال یې دادی چې ولې په امریکا کې چې په سلهاوو پوهنتونونه او د څېړنو مرکزونه شته او دوی جوار کري تر څو ورنه تیل جوړ کړي، دا احمقانه کار دی، په زرهاوو کارپوهانو دا خبره منلې او لاسلیکونه یې کړي. لامل یې دادی چې دا کارپوهان په نهادونو پورې اړه لري. که تاسو څېړنه وکړئ نو وبه ګورئ چې په زرهاوو ورته تېروتنې شته او دا ځکه چې بیا خبره د پېچلې ستونزې ده او نهادونه دا نه شي حل کولی. کله چې نهادونه تيروتنه وکړي، ډېر کم به تاسو وګورئ چې دوی د بښته وغواړي او ووایي چې په غلطه روان وو. کېدی شي چې ستونزه د هغوی له میشن سره په ۱۸۰ درجې ټکر کې وي، خو دوی دا نه شي منلئ. دا کمښت عام دی او هېڅ نهاد هم نه شي ورنه خلاصېدلی. که مثال غواړئ، د کاتولیک کلیسا ته وګورئ. په دغه نهاد کې زیات وړتیا لرونکي او ښه خلک شته خو دوی هېڅ هم نه شي کولئ. په سلهاوو کلونه دوی په خبل نهاد کې په زیاتو ستونزو پوهېدل، د دوی کړنې د هغوی له میشن سره په ټکر کې وې خو خوله یې پټه نیولې وه. یوازې اوس اوس چې د ټولنیزو رسنیو، انټرنېټ او نورو په مرسته د پټ ساتلو کار سخت شوی دی، ګورو چې په کراره کراره د اصلاحاتو یو څه هڅې کېږي. باور دادی چې کله په عامه نظر کې نور بدلون هم راشي بیا به کاتولیک کلیسا هم بدلېږي.
په نهادونو کې زیاتې ښکاره تېروتنې کېږي. په اروپا کې ناپلیون تر ټولو زیاتې تېروتنې کړې دي. پخوا دا ستونزه د خامو مشرانو له خوا تکرارېده، خو اوس چې زیات سازمانونه او نهادونه د زیاتو متخصصانو په واسطه چې زیات یې دوکتورا لري اداره کېږي، خو ګورو چې دا کسان بیا هم زیاتې تېروتنې کوي. که تاسو د دې تېروتنو مثالونه غواړئ نو د اقلیم د بدلون پروګرامونو ته نظر وکړئ، چې تېروتنې یې یو په بل پسې تکرارېږي او همغه حماقت روان دی. دلته بیا دریادوم چې دا د عمدي خیانت خبره نه ده او دا ټول سم خلک دي، خو دا همغه د پېچلې ستونزې خبره ده چې په انساني سازمانو کې شتون لري خو زیات خلک نه ورباندې پوهېږي. راځئ چې د ملامتولو له لوبې تېر شو، لمړی خپل ځان او خپلو نهادونو ته وګورئ چې د تېروتنو بېلګې درته ښکاره شي.
الن سووري وايي، خلک د ستونزو د حل لپاره په سیاستوالو او رهبرانو پسې ګرزي، خو تاسو هغوته سترګې په لاره مه کېږئ. هغوی دا ستونزې نه شي حل کولئ. دا خبره تاریخ، ساینس او څېړنې ټول موږ ته راښيي. که تاسو د اقلیم بدلون، صحرايي کېدو، د چاپېریال او طبیعي زېرمو، بېوزلۍ او نورو ستونزو ته ګورئ، هېڅ رهبر یې نه شي حل کولی، هېڅ څوک په دې تسلط نه لري.
نو رهبري به له کومه راپیدا شي؟ الن سووري په کنفرانس کې ګډونوالو ته چې عوام، کاروبارې کسان، د کرنیزو فارمونو خاوندان او هغوی چې په کرنه، مالدارۍ، څړ ځایونو او ځنګلونو کې یې پانګونې کړې، خطاب کوي او وايي: رهبري به له تاسو راټوکېږي. دا بدلون به د تاسو مسؤلیت وي، ښه يې واورئ او تل همداسې وه او بیا به همداسې وي. البته دلته یې موخه داوه چې خلکو ته ووایي چې تاسویاستئ چې په عامه نظر کې بدلون راوستلی شئ ځکه چې تاسو په کوم نهاد پورې تړلي نه یې او په خپلو پرېکړو کې ازاد یاستئ. نو مهرباني وکړئ د رهبرۍ لپاره بل هېڅ کس ته مه ګورئ، تاسو هر یو یوازینی رهبر یاستی کوم چې امکان لري حل لارې ومومئ، بله کوم مشر نه شته. که تاسو په رهبر پسې کتل نو بل چا ته مه کورئ بلکه آینې ته وګورئ او د مسؤلیت احساس وکړئ. د الن سووري دا خبره ټولو کړېدلو پرګنو او صلاح غوښتونکو ته ده چې اصلاح غواړئ، پیل وکړئ او په عامه نظر کې بدلون راولئ بریالي کېږئ.
نو د اقلیم بدلون او د ځمکې تودوخه چې ستر لامل یې د نورو تر څنګ د ځمکې صحرايي کېدل دي، نورو تر څنګ باور وکړئ چې ستر لامل یې صحرايي کېدل دی. باور وکړئ دا خورا ستره او بیا هم پېچلي طبیعي ستونزه ده چې بیا کارپوهان په کې تېروتنه کوي. که تاسو یو متر مربع ځمکه له ګیاهي فرش او چمن څخه لوڅه کړئ، تر نیمې ورځې وروسته لوڅه پښه ورباندې کېږدی وګورئ چې تر چمن لرونکې ځمکې څومره زیاته توده ده او د شپې وګورئ چې بیا تر پوښلې ځمکې څومره سړه ده، تاسو ما په دې خبره و ازمویئ او زه یې درته ضمانت کوم چې رښتیا ده. اوس که د ځمکې د کرې په زیاته برخه کې موږ ګیاهي فرش وساتلی شو نو د اقلیم د بدلون او ځمکې د ګرمېدلو په وړاندې به زیات څه تر سره کړو. نو کله چې ټول خلک وړوکی اقلیم بدلوي په حقیقت کې په ګډه ستر اقلیم بدلوي.
الن سووري وایي: یو ځل یوې مېرمنې یو لکچر درلود او د قمر مصنوعي یو تصویر یې ښکاره کاوه او ویل یې که کوم څوک له فضا څخه ځمکې ته ګوري نو یقین به یې راشي چې انسانان د صحرا کولو ګونه (species) دی.
الن سووري وایي: دا ستونزې ټولې د ځمکې، اوبو، کرنې، طبیعي منابعو او نورو له مدیریت څخه راولاړېږي. نو اوس په موږ کورنیو، بزنسونو، بزګرانو، مالدارانو او نورو پورې اړه چې څه باید وکړو. تر ټولو لمړی بنسټیزه خبره داده چې د مدیریت ځینې اساسي مسئلو ته پام وکړو. د مدیریت په هکله خلک زیاتې خبرې کوي او راز راز نمونه او ډولونه یې بیانوي خو په حقیقت کې موږ یوازې دوه ډوله مدیریت لرو. یو هر اړخیزه (Holistic) مدیریت دی او بل ساده کوونکی (Reductionist) مدیریت دی او بل ډول نشته دی. نو راځئ پوه شو چې معنی یې څه ده؟ لمړی، ساده کوونکی مدیریت څه شی دی؟
موږ وویل چې موږ تل غواړو خپل ژوند اصلاح او ستونزې حل کړو نو د مدیریت کړنو او فعالیتونو ته لاس اچوو. فکر وکړئ په ټول ژوند کې هر څه چې کوی غواړئ د ژوند یوه اړتیا او ستونزه مو حل کړئ او ژوند مو اصلاح کړئ او دا ستاسو د ژوند ۹۹ ٪ کړنې جوړوي. د مدیریت په پروسه کې زموږ انسانانو په طبیعت کې اخښل شوي چې د ستونزو د حل او فعالیتونو د سرته رسولو لپاره له وسیلو کار اخلو. بل مو وویل چې طبیعي او انساني سیستمونه زیاتې پېچلتیاوې لري، نو موږ د مدیریت په وخت هڅه کوو چې مدیریت او مدیریتي کړنې ساده او بسیط کړو او زیاتې ټولنیزې، چاپېرییالي، کلتوري او نورې پېچلتیاوې ورنه لېرې کړو تر څو زموږ په فکر کار مو اسانه شي، دې ته مو پام نه وي چې زیات مهم او پېچلي اړخونه مو له پامه غورځولي دي. همدې مدیریت ته د ساده کولو او اسانه کولو مدیریت وايي. په ظاهره خو زموږ کار اسانه شي خو کېدی شي زموږ دا ساده کول غیر عمدی او جانبي اغیزې ولري هغه اغیزې چې موږ یې نه غواړو او نه ورباندې پوهېږو.
په ملي کچه د حکومت دنده ده چې د ستونزو د حل لپاره پالیسۍ جوړې کړي او ټولې پالیسي ګانې د همدې لپاره جوړېږي چې د خلکو ستونزې ورباندې حل کړي او بل کوم لامل یې نشته. دلته هم حکومت عین کار کوي، که کوم زیات پېچلی ساینسي سکتور(Theme) هم تر بحث او مدیریت لاندې وي او ټول پوهېږي چې زیاتې ټولنیزې، چاپېریالي، اقتصادي او نورې پایلې او پېچلتیاوې لري، بیا هم دولت د خپلو سلهاوو کارپوهانو په مرسته هڅه کوي چې ټولې پېچلې خواوې له خپلو پالیسیو لېرې کړي تر څو یې ځانته ساده او اسانه کړي. باید اعتراف وکړو چې ټول دولتونه دا کار کوي او موږ ټول داسې تربیه شوي یو چې د ستونزو مدیریت ځانته اسانه کړو خو د دولت د پالیسیو دا ساده کول زیاتې نامطلوبه پایلې له ځان سره لري. دلته موخه دا نه ده چې په دولتونو نیوکه وکړو، بلکه غواړو چې په تاریخی لحاظ د بشریت ستونزه د مدیریت په اسانه کولو کې درک کړو او د پېچلو معاصرو نړیوالو ستونزو لکه د صحرايي کېدو او د اقلیم د بدلون ماهیت درک او علمي حل لارې ورته پیدا کړو.
کله چې موږ د صحرايي کېدو او د اقلیم د بدلون د مخ نیوي په هکله فکر کوو باید له وسیلو کار واخلو ځکه موږ انسانان د وسیلو کاروونکي مخلوقات یو. موږ بې له وسیلو یو ساده کار لکه د اوبو څښل نه شو کولئ، آیا تاسو سیند ته تلی شئ چې اوبه وڅښئ او ایا هغه پاکې دي، تاسو ته ګیلاس، پایپ، د اوبو د تصفیې وسیلې او نور په کار دي، همدارنګه، په خپل کور او چاپېر کې خپلو جامو، کمپیوتر، موټر، د غاښو برس، د غاښو کریمو، د پخلي وسیلو او هر څه ته وګورئ ټول د تکنالوژۍ په مرسته رامنځته شوي او موږ ورته اړتیا لرو. همدارنګه، د صحرايي کېدو په وړاندې هم باید د څارویو د رمو او ګلو څخه باید کار واخلو، بله لاره نشته او یوازې همدا د بشریت د نجات لاره ده. خو په ما زیاتو کارپوهانو نیوکې وکړې، دوی وویل چې زه لیونی شوی او کم عقل یم، دوی وویل چې زیاتې لارې شته چې د صحرايي کېدو او د اقلیم د بدلون مخه ورباندې ونیسو. زه دوی ته وایم چې دا لارې خو تاسو په کار اچوئ او بلیونه ډالر مو هم ورباندې لګولي دي، نو ولې مثبتې پایلې نه لري؟
موږ انسانانو له لمړي سره د زرهاوو کلونو په ترڅ کې د ډبرو څخه د وسیلې په توګه کار اخیسته خو چاپېریال ته مو ستونزه نه شوی پېښولئ. خو کله مو چې اور وپېژانده او اور مو بل کړل شو معادله بدله شوه. د اور په مرسته موږ ډبرې ویلې کړې، اوسپنه، مس، تیل، د ډبرو سکاره او نور مو راوایستل، ځمکې مو په بل مخ واړولې او هر څه ته مو بدلون ورکړ او چاپېریال ته موږ زیات زیات ورساوه او همدارنګه د اور د وسیلې په مرسته مو هر څه چې ګورئ، د جامو، خوراک، اسلحو، رادیو، کمرې، ماشینونه او نور مو جوړ کړل. موږ د بشر په ژوند کې دوه وسیلې چې تکنالوژي او اور دی لرل او د خپل ژوند ۹۹.۹ ٪ اړتیاوې مو ورباندې پوره کړې. خو په راوروسته کې ایله د لس زرو کلونو په شاوخوا کې انسانانو یوه بله مفکوره وپېژندله او هغه د چاپېریال استراحت و. نو بشر طبیعی منابعو او ځمکو د کانزروشن یا تحفظ، کرغ کولو، طبیعت ته پرېښودلو او نورو روښ اختیار کړ.
انسانانو د خلاصه کوونکي مدیریت په هره ساحه کې تاوان کړئ او مطلوبه پایلو ته نه دي رسېدلي بلکه له غیر مترقبه (ناغوښتل شوو) پایلو سره مخ شوي دي. مثالونه یې خورا زیات دی، د نشه اي توکو، د هرزه ګیاوو، د تروریزم، بېوزلۍ او نورو په وړاندې مبارزې او هڅې ټولې سمو پایلو ته نه دي رسېدلې بلکه زیاتې ناغوښتل شوي عواقب او پایلې یې لرلي دي. دا ځکه چې دولتونو د خپل خاصیت له مخې په هر څه کې پېچلو او د زیاتو اړخونو لرونکو مسئلو ته له یوې وړې زاویې کتلي او زیاتې نورې پېچلې اړونده مسئلې یې له پامه غورځولې دي او ناکام شوي دي، باید ومنو چې داپالیسۍ خورا وړتیا لرونکو کارپوهانو رامنځته کړې دي خو ستونزه د مدیریت په ساده کولو کې ده چې په ملیاردونو ډالر مو ولګول خو دا پالیسۍ بریالۍ نه شوې او هېڅکله به هم بریالۍ نه شي. د نشه اي توکو په خلاف په نشو اخته کسان یې زیات کړل، له هرزه ګیاوو سره مبارزې زموږ اوبه په زهري موادو ککړې کړې، د تروریزم په وړاندې جګړې د نړۍ په ارامو سیمو کې لکه شمالي افریقا کې تاوتریخوالی زیات کړ او داسې نور چې پایله یې ناغوښتل شوي عواقب یا جانبي اغیزې دي او دا دومره مهمه خبره ده چې اقتصاد پوهان نن سبا د ناغوښتل شوو عواقبلو له قانون (The Law of Unintended Consequences) څخه خبرې کوي چې باید رامنځته شي. دا ټول تاثیرات د خلاصه کوونکي مدیریت پایله ده او طبیعت په کې ملامت نه دی.
د صحرايي کېدو او اقلیم د بدلون مسئله هم داسې ده، ځکه دلته هم موږ د هر اړخیزه (Holistic) مدیریت په ځای غواړو د مدیریت ساده کولو ته پناه یوسو. (د افغانستان مثال دا کېدی شي چې موږ په کرنه کې د ځمکو او د خاورې د کیفیت، اوبو، د ځمکې د ګیاهي فرش او څړ ځایونو، څارویو، کرنیزو ځمکو، ځنګلونو، دخلکو معیشت، انرژۍ، او نورو په ګډه او هر اړخیزه مدیریت نه کوو، په سکتوري توګه په سیلو ګانو کې کار کوو، د څړ ځایونو او مالدارۍ کسان مو له یو بل سره کم کار لري، د ځمکو او اوبو ګډ مدیریت نه کوو، ګورو چې اوبه دولت د کرنې له وزارت څخه لېرې کړې او اوس به اریګشن اګرونومي هېڅ مفهوم ونه لري… زموږ په کلیوالو سیمو کې چې کرنه، مالداري، څړ ځایونه، ځنګلونه زیات اهمیت لري خو زیاتې ادارې دا سکتورونه یوې او بلې خواته کشوي په داسې حال کې چې کرنه په پراخه معنی لکه مالداري، څړ ځایونه، کښتونه او په کرونده کې اوبه او کلیوالي پراختیا یو سکتور دی).
د قضیې بل اړخ چې زموږ انسانانو حل لارې په کې نغښتې دي هر اخیزه مدیریت دی. هغه دادی چې موږ د ټول سیستم سره لکه فامیل، کرنه، بزنس، پوهنتون، پوځ، حکومت، ټول هېواد او نورو سره سروکار لرو، څوک پرېکړې کوي، څوک په کې شامل دي، څومره پیسې په کار دی او له کومه کېږي، څنګه مدیریت شي. په هر اړخیزه منجمنت کې موږ پېچلې مسلې او اړخونه، اړونده خواوې نه ساده کوو، بلکه ننګونو ته لکه چې دي هسې ګورو او غواړو ورته ورسېږو او مدیریت یې کړو. موږ دا کار کوو تر څو یو شمېر غوښتنې او هیلې مو پوره کړو، خو نه غواړو چې پېچلتیاوې ساده کړو، ځکه بیا به نا مطلوبه پایلې ولري. کله چې موږ ټولې پېچلتیاوې په نظر کې نیسو او نه یې ساده کوو دې ته موږ هر اړخیزه مدیریت (Holistic Management) وایو. دا هغه مدیریت دی چې خلک یې د خپلو ټولو ارزښتونو، معنوي او دیني باورونو، ټولنیزو ګټو، د ژوند لاره او سټایل چې خلک یې غواړي داسې چې د دوي د ژوند سره مرسته کوونکی چاپېریال سالم وي او خپلو ارزښتونو ته ورسېږي.
کله چې موږ دا مدیریت کوو، د فلتر کولو ۷ سوالونه باید له ځانه وکړو تر څو زموږ مدیریت او کړنې د ټولنیز پلوه د قبول وړ، د چاپېریال له اړخه دوام لرونکې او اقتصاد له پلوه سم دي، په لنډمهال او اوږدمهال کې مناسب او له هغو څېزونو سره همغږي وي چې موږ یې غواړو او ژوند مو ښه کولی شي.
نو ځکه چې موږ انسانان د وسیلو کاروونکی مخلوق یو باید دلته هم د ځمکې د صحرايي کېدو په مخ نیوي کې موږ اړونده وسیله په کارواچوو چې هغه د څارویو کارونه ده په څړځایونو کې. په څړځایونو او پورته ځمکو کې د څارویو د رمو او ګلو او د څرولو څخه پرته موږ بله وسیله او بله لاره نه لرو تر څو د ځمکې صحرايي کېدل راوګرزوو، خاوره یې بیا ورغوو، د خاورې بډاینه او عضوي مواد زیات کړو، د خاورو جوړښت ته یې سمون ورکړو تر څو د اوبو د جذب او رطوبت د ساتلو توان یې زیات شي، د ځمکې په مخ د ژوند تنوع زیات او وساتل شي، د ځمکې ګیاهي فرش احیا او د ځمکې د خاورې بیولوژيکي ستونزې مو حل کړو او په پای کې په خاورو کې کاربن ذخیره کړو، تر څو د اقلیم بدلون او ګرموالی ته مو مناسب ځواب ویلی وي او خپل تمدن مو هم ساتلی وي. باید پوه شو پخوا زمانو کې هم د چاپېریال تخریب ۲۰ تمدنونه تخریب او له منځه وړي دي او له موږ نه هم وخت له لاسه په تېزۍ سره وزي باید عمل وکړو.
په هر اړخیزه (Holistic) مدیریت کې موږ څه غواړو؟ زه به تاسو ته د هغه عام ژوند تصور چې موږ یې غواړو او زه یې تل خکو ته وایم چې د خپلې خوښې حالت تعریف کړي. زه چې کله خلکو ته غوږ نیسم، علمي څېړنیز کاغذ لولم، په کانفرانسونو کې برخه اخلم نو د هر اړخیزه مدیریت په بنا په یقین سره ویلی شم چې زیات انسانان به هم دا غواړي: « موږ ثبات لرونکې کورنۍ غواړو چې سوله ایز ژوند، فزیکي خوندیتوب او ښېرازي ولرو، ازاد وو چې خپل معنوي او دیني عقیدې وپالو، مناسبه باکیفیته مغذي خواړه، تازه او پاکې اوبه ولرو، له ښې ښوونې او روزنې، روغتیا او متوازن ژوند څخه برخمن وو او د خپلو کورنیو، خپلوانو، ملګرو، ټولنو، تفریح او کلتوري فعالیتونو لپاره وخت ولرو، او دا شرایط د بیا احیا کېدونکې ځمکې، تنوع لرونکو ټولنو، پاکو سیندونو، ځمکو او طبیعي منابعو او خاورې په بنسټ راته د زیاتو راتلونکو نسلونو لپاره خوندي وي.»
سوال دادی چې څوک به داسې ژوند ونه غواړي او باور لرم چې هر انسان به داسې ژوند غواړي. موږ انسانان په شخړو اخته یو، یو بل وژنو او حال مو ورځ تر بلې خرابېږي. دا پورته حالت یو اتحاد راوستونکی حالت او دا د هر اړخیزه مدیریت په مرسته ممکن دی. هلته باید هېڅ تبعیض د هېڅ کس او یا کوم فکر په هکله نه وي، یوازې د هر اخیزه مدیریت فلتر ته به یې اچوو او کله چې تر زیاتو بحثونو وروسته ټولې اړوندې خواوې هوکړې ته ورسېدې بیا به د هر څه لپاره د پایداره انکشاف، د اورګنیک زراعت، پرمکلچر، اګروفورستري او هر نورو لپاره ځای وي خو ټول به د هر اړخیزه مدیریت تر چتر لاندې کوو. هلته به په اصولو سودا نه وي او که دا کار وي بیا پورته ایدیالونو ته نه شو رسېدلی. نو اصول دادي چې په هر څه به سل په سلو کې هوکړه کېږي او بیا به عملي کېږي.
موږ وویل چې سازمانونه د خپل طبیعت له مخې نه شي کولی چې د نوښتونو او ستونزمنو اصلاحاتو خواته رهبري وکړي خو انفرادي کسان دا کار کولی شي، زموږ نخبه شخصیتونه، ستورې او وتلي څېرې، په زرهاوو مینه وال ټول بدلون غوښتلی او راوستلی شي. نو زموږ عوامو ستراتېژي باید څه وي چې د صحرايي کېدو مخه ونیسو. د صحرايي کېدو، د اقلیم د بدلون او خپل تمدن د ساتلو لپاره موږ باید د کرنې غمه وخورو. باید پوه شو چې د معمولې پوهې خلاف یوازې د کروندو په کښتونو پورې اړه نه لري بلکه کرنه خړوبه ځمکې، کښتونه، څړځایونه، غونډۍ، واټرشېډونه، څاروي، ځنګلونه، د کبانو روزل او صنعت، د طبیعي منابعو، خاورې او اوبو مدیریت او نور ټول په کرنه کې شامل دي. موږ باید دا تېروتنه ونه کړو چې یوازې په خړوبه ځمکه کې کښتونه په کرنه کې حساب کړو. کرنه ځکه لمړیتوب لري چې بې له هغو موږ پوهنتون، پوځ، شفاخانه، وزارت، ښار، کلي او یا هېڅ بل څه نه شو لرلی او کرنه د هر څه بنسټ دی.
مهمه خبره داده چې عام نظر او عقل یې هم منی او کرنه باید د بیولوژیکي ساینس په بنا وي او په خواشینۍ او حماقت سره کرنه اوس د کمیاوي صنعت او تکنالوژۍ ته د بازار موندلو به بنسټ ولاړه ده. په کرنه کې د ځمکې ټوله کره شامله ده، خو په کښتونو پورې یوازې د ځمکې د مخ ۶٪ برخه اړه لري. خو موږ د ملیاردونو هکتارو په کچه څړ ځایونه تخریبوو او صحرايي کوو یې، موږ د ژوندیو ګونو (species) وژنه کوو، بحرونه او سیندونه مو له ذهري موادو او پلاستیکونو ډک کړي دي، په ملیونو هکتاره ځمکه له څنګلونو خالی کوو، به ملیاردونو هکتاره چمنزاره ځمکه سوځوو. کرنه تر ټولو زیات تخریبوونکی صنعت دی. سنډرز او ملګرو یې موندلې ده چې: یوازې د کرنیزو ځمکو څخه چې کښتونه په کې کرو او د ځمکې د کرې یوازې ۶٪ جوړوي په کال کې ۷۵ ملیارده متریک ټنه د خارې ګل ګل له لاسه ورکوو او دا مقدار تر هغو خوراکي توکو چې موږ ورته اړتیا لرو ۲۰ ځله زیات دی او که اوس له دې سره هغه مړه خاوره چې له صحرايي شوو ځمکو، ملي پارکونو، او نورو څخه ضایع او فرسایش کېږي چې کښتونو له ځمکې د ضایع شوې خاورې څخه لس ځله زیاته ده او اندازه یې ۷۵۰ ملیارده مټریک ټنو ته رسېږي او د انسانانو د اړتیا تر غذا ۲۰۰ ځلې زیاته ده او دا زیات وېروونکې احصایه ده او د ذغم وړ نه ده.
که بیا هم کرنې ته راشو او د ملګرو ملتونو د پایداره انکشاف موخو ته وګورو چې ما ټول مطالعه کړي دي، د زیاتو وړتیا لرونکو کارپوهانو په واسطه رامنځته شوي دي، په ملیونو ډالر ورباندې لګول شوي دي خو په لاملونو یې یو ډالر هم نه دی لګول شوی، خو په خواشینۍ سره په ډاډ درته ویلی شم چې ناکام دي او د بریا چانس یې صفر دی، ځکه چې د ستونزو بنسټیزو لاملونو ته چې مدیریت دی نه ګوري، د صحرايي کېدو د نښو په درملنه بوخت دي، د اوسنیو انکشافي موخو وخت به تېر شي، هېڅ ګټه به ونه کړي او بیا بل دور به راشي، چې په زیات احتمال زه به درسره نه یم او همدا حال به وي.
نو موږ خو وویل چې نهادونه، وزارتونه، سیاستوال او دولتونه نه شي کولی چې بدلون او اصلاحات راولي، هراړخیزه مدیریت وغواړي، اجازه ورنه کړي چې پېچلې مسئلې او مدیریت ساده کړي، ځکه عوام کولی شي چې بدلون وغواړي او دولتونه او نهادونه اړ کړي چې هغوی هم بدلون ومني او اصلاحات راولي.
نو باید د کرنې په اصلاح او په سر کې یې په یوه اسانه خو حیاتي موضوع تمرکز وکړو چې د څارویو له وسیلې د صحرايي کېدونکو څړځایونو او پورته ځمکو د تخریب مخه ونیسو. د نړۍ د ځمکې له دریو برخو د دوو برخو ساحه چې وچه او صحرا کېدونکې ده او ستل لامل یې زیات استراحت دی، ځکه موږ ویلي و چې دې ځمکو ته باید مناسب استراحت ورکړل شي خو له زیاته استراحته هم وساتل شي چې په دواړو صورتو کې دا ځمکې صحرايي کېږي نو که غواړو چې موږ او تمدن مو ژوندي پاته شو باید له څارویو په مناسبه توګه او د پلان سره سم باید کارواخلو تر څو د ځمکې دوه پر دری برخه له صحرايي کېدو وژغورل شي.
نو اوس اړتیا ده چې د کرنې نور روښونه لکه پرمېکلچر، ارګنیک، پایداره، اګروفورستري، انټرکراپنګ او نور یوې خواته کړو او یوازې د هر اړخیزه (Holistic) منجمنت روښ غوره کړو چې ټول اړخونه او نومونه په ځان کې راونغاړي. که څه هم هغه وخت چې چاپېریال ۲۰ تمدنونه له منځه وړل ټول زراعت ارګنیک و، خو بیا یې هم دوام ونه کړ او ټول تمدن یې له منځه یووړ. په ټوله نړۍ کې یوازې یوه سیمه او تمدن پاته شو چې هغه د مصر سویل دی. دا ځکه پاته شو چې د نیل سیند له پاسه د ایتیوپیا او سودان د تخریب به بیه تمام شوی دی، ځکه له دې پورته ملکونو له غذايي موادو ډکې د خاورې ګل ګل د نیل د سیند په مرسته راوړل کېدې او د مصر په جنوب کې یې کرنه او تمدن د لسو زرو کلونو لپاره ژوندی وساته او دا یوازینی ځای دی په نړۍ کې. د برېتانیا هېواد او لندن ته وګورئ چې له هنده، سویلي او غربي اسیا، امریکا، منځني ختیځ، افریقا او نورې نړۍ یې ثروت راټول او تر اوسه یې ځان وساته. پوځونه تمدنونه بدلوي خو بزګران یې له منځه وړي او دا کار یې په تاریخ کې ۲۰ ځلې کړی دی او اوسنی تمدن بیا دکرنې له لاسه له ستر خطر سره مخ دی چې باید مخه یې ونیسو.
نو موږ باید به اورګنیک او نورو کرنیزو سییستمونو پسې ونه ګرزو بلکه په بیا احیا کوونکي (Regenerative) زراعت پسې لاړ شو تر څو بیا احیا کېدونکې خاوره، اقتصاد، څړ ځایونه، مالداري، ځنګلونه، د ژوند تنوع او نور ولرو. موږ تر هغو باید احیاکوونکی زراعت وغواړو تر څو نهادونه بدلون ومومي. نو کرنه او زراعت به هغه وخت احیا کوونکی واوسي چې مدیریت یې هر اړخیزه (Holistic) و اوسي یا په بل عبارت مدیریت به د چاپېریال، ټولنیزو مسلو، اقتصاد، په لند مهال او اوږد مهال کې زموږ د ژوند لپاره غوره وي. کله چې اړونده ادارې په کرنه کې پېچلې مسئلې ساده نه کړي او ټولو ته یو شان اهمیت ورکړي نو کرنه به بیا احیاکېدونکې وي. کله چې ادارې دا کار پیل کړي نو غوره روښونه چې موږ یې هر څه بولو که هغه اورګنیک دي، که هغه نور دي ټول به سرته راشي او غوره به شي. دلته یوه کارپوه د غوره مدیریت (Best Management) خبره وکړه، زه وایم که سږ کال غوره وي کال ته به نه وي، که د یوې برخې لپاره غوره وي د بلې لپاره به نه وی.
خو که موږ ځینې یو او نور بل روښ غوره کړو، زر به زما نظر، ستا نظر شي مسئله په کې راشي، خلک به د پروپوزل او پیسو لپاره خپل غوره وبولي او نور به رد کړي او دا به موږ سمې خوا او د اصلاحاتو پلو ته پرېنږدي. لکه چې څېړنو ښودلې ده د یو نیم سل او دوه سوه کلونو په شاوخوا کې به د نهادونو تر منځ نه همغږي راشي بلکه له یو بله به لېرې کېږي او اصلاحاتو ته نور هم زیات زیان رسوي. د دې زیات مثالونه موږ پخوا هم ورکړي وو، لکه د کاتولیک کلیسا او نور او همدارنګه، د برېټانیا په بحریه قوه کې ټولو په یوه پالیسي باور درلود خو دوه سوه کاله وخت یې ونیو چې دا پالیسي غوره شي که څه هم د زرهاوو کسانو ژوند یې واخییست خو چا یې پروا نه کوله، کله چې شاهي بحري قوې هغه پالیسي غوره کړه ۷۵ کاله نور وخت یې واخیست چې تجارتي بحریه هم هغه پالیسي خپله کړي. نو اوس هم که په کرنه کې موږ هر څوک ځانته روښونه غوره کوو، که څه هم یو څه مثبته خواوې به ولري خو بیا به هم له ۱۵۰ کالو تر ۲۰۰ کالو وخت واخلي چې سمې لارې ته چې ټولې خواوې په کې په نظر کې نیول کېږي راشو. آیا تاسو پوهېږئ او باور لرئ چې موږ انسانان د دومره وخت ولرو، نه موږ ټول پوهېږو چې دومره وخت نه لرو، زموږ تمدن د صحرایي کېدو او د اقلیم له بدلون سره مخ دی اوباید عمل وکړو، چې بیا هم هر اخیزه مدیریت اختیار کړو او د څارویو له وسیلې د صحرايي کېدو مخه ونیسو، د ځمکې ګیاهي فرش زیات او کاربن په کې ذخیره کړو تر څویې کاربن له هوا راوګرزوو او د اقلیم دبدلون غمه وخورو.
نو یوازې کوم څه چې موږباید وکړو هغه دادي چې نورو خلکو ته هم قناعت وکړو او ټول ووایو چې هر اړخیزه مدیریت غواړو چې بیا احیا کېدونکی زراعت ولرو. کله چې یوزیات شمېر کسانو دا کار وکړ په نهادونو او دولت کې هم زیات ښه خلک شته هغوی به هم زموږ ملاتړ وکړي او هراړخیزه مدیریت به نهادونو او دولتونو ته ننوزي او په سمه به روان شو. الن سووري وایي، که تاسو غواړئ چې دا مثبت بدلون چټک کړئ نو رهبران هم مهم دي، خو رهبران دلته هغه څوک دي چې په دې هکله کتابونه لیکي، هغه کامره والا چې فلم جوړوي او معلومات تر خلکو رسوي. باور وکړئ چې د بدلون لپاره رهبري همدا خلک کوي. دا کار ځکه مهم دی چې عامه پوهاوی رامنځته کوي. هغه بله ورڅ موږ (Ted Talk) درلود او اوس ګورو چې تر پنځو ملیونو زیاتو خلکو هغه ویدیو کتلې ده. په حقیقت کې د خلکو شمېر تر دې زیات دی څکه په ځینو حالاتو کې لس، پنځوس او ان سل کسان داسې ویدیو په یوټیوب او انټرنېټ کې یو ځای ګوري خو په یوه کس حسابېږي. نو اوس موږ د پنځوسو کلونو مزل په یو څو ورځو کې کولی شو. موږ اړیتا نه لرو چې ټول نفوس ته یو ګټور معلومات ورسوو¸کله چې یوې برخې ته مو پیغام ورساوه تر دولت او نهادونو رسېږي او هغوی هم په بدلون بیل کوي. ځکه چې هلته زیات د مثبت او ښه فکر خلک شته خو هغوی فامیلونه لري، هغوی په داسې حالت کې نه دي چې نوښت وکړي، خو زموږ خبره مني او په نهادونو کې لاره ورته برابروی. دا کار چې تر اوسه موږ ملیونو خلکو ته رسولی په همدې نهادونو او دولتونو کې خلکو له موږ سره مرسته کړې ده. زه رښتیا درته وایم دا کار ما نه دی کړئ، دا په سلهاوو د پوهنتون استادانو، بزګرانو، پانګوالو، مالدارانو، ځوانانو او په نهادونو او دولت کې کارکوونکو کړی دی او زه یې یوازې یو همغږی کوونکی او سمبول وم.
که تاسو په ښار کې ژوند کوئ، په کرنه کې کار نه کوئ، یوازې د بیا احیاکېدونکي زراعت پلوی واوسئ، په چارواکو او پالیسي جوړونکو فشار واچوئ چې د بیا احیا کېدونکي زراعت لپاره چېرې چې هر اړخیزه مدیریت منل شوی وي، کار وکړي او مخالفت یې ونه کړي. مهربانی وکړئ زموږ له مرکزونو سره په اړیکه کې شئ، پوهه خوره کړئ، خلکو ته معلومات ورکړئ. موږ اوس یو پوهنتون هم لرو او سترګې په لاره یو چې زر به یو ستر ښار به هر اړخیزه مدیریت او احیاکېدونکی زراعت به ومني.
داسې فکر مه کوئ چې بې علمه خلک به ستاسو خبره ونه مني، دا زما د ژوند تجربه ده چې سل په سلو کې یې مني. یوازې دوه څېزونه د زده کړې مخه نیسي. یو ځان غوښتنه او کبر (Ego) دی او بل هغه خیال چې څوک ځان پوه بولي زده کړه نه شي کولی. نو تاسو به زیات له هغه کس سره زیاته ستونزه ولري چې په کرنه کې دوکتورا ولري خو فکر یې بلې خوا ته وي او ستاسو خبرو ته به په سختۍ غوږ ونیسي.
تاسو څه فکر کوئ چې که زه تېروتی وم. ولې فکر کوئ چې زه په حقه یم او یا تېروتی یم. که تاسو ګوګل ته ورشئ، زه یو شمېر ساینس پوهاو غندلی یم، ولې نور په مخ کې ورته ولاړ دي. خو زما منتقدینو زما یو اثر هم نه دی مطالعه کړئ، یوه علمی نیوکه یې هم زما او زما د ملګرو په کار او لاسته راوړنو نه ده کړې. ما په یوه ټریننګ کې ۱۰۰۰ ډالره جایزه کېښودله چې که څوک په ما او ملګرو مې موجه نیوکه وکړي جایزه ورکوو.
په پای کې درته وایم چې بې پروا مه اوسئ. که باور لرئ چې دا خبرې رښتیا دي، که تاسو له خپلو اولادونو او راتلونکو نسلونو سره مینه لرئ نو بې پروا مه کېږئ او دا خبرې تر خلکو ورسوئ. راولاړ شئ او فعالیت وکړئ، خلک له سترو راتلونکو ناورینو خبر کړئ او که تاسو بې علاقې یاستئ نو تاسو هم د ستونزو برخه یاستئ. د حل لاره یوازې داده چې خلک و نورو خلکو ته خبرې وکړي، معلومات ورسره شریک کړي ستونزې به حل شي. له تاسو مننه.