تاند، پنجشنبه، د دلوې ۳مه: د چین حکومت، لیوژیان د افغانستان لپاره خپل نوی ځانګړی استازی ټاکلی دی.
د چین د باندنیو چارو وزارت لخوا په یوه اعلامیه کې ویلي شوي، افغانستان لپاره نوی ټاکل شوی ځانګړی استازی له دغه هیواد سره ځانګړې بلدتیا لري او د افغان سولې پروسې پرمخ بیولو کې یې فعال رول لوبولی دی چې له کبله یې افغان حکومت او نړۍ سره د سولې په رابطه د چین همغږي زیاته شوې ده.
لیوژيان چې په افغانستان، مالیزیا، پاکستان او نورو هیوادونو کې د چین سفیر هم پاتې شوی دی، ډېر ژر به په کار پيل وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې وروستیو سیمه ییزو بدلونونو ته په پام چین هم هڅه پیل کړې چې په افغان سوله کې فعال رول ولوبوي.
مګر هغه غونډه چی د چین په هیواد کی د بین الافغانی غونډه تر عنوان لاندی جوړیده سرنوشت معلوم نشو مګر داسی ویل کیږی چی جرمنی کوښښ کوی چی د بن په شان دوم نړیوال غونډه جوړه کړی چی بیا اساسی قانون او دولت په چوکاټ بیا سیاسیون او جهادی ډلی او همدارنګه طالبان د خپلی ونډی په اړه خبری او نظرونه ورکړی ځکه امریکا هم له اشرف غنی سره جوړه نه راځی ځکه چی تیر ځل همدی امریکایی بهرنیو چارو وزیر جانکیری عبدالله عبدالله په اشرف غنی په زور ومانه مګر دا ځل پاکستان غواړی چی طالبان ورباندی ومنی چی کیدای شی افغان ولس یوبلی داخلی جګړی ته ټیل وهل شی
ځکه دلته هر جهادی او جنګی ډله د جهاد د حقوقو په نام له دولت څخه ځانګړی ونډه غواړی مګر همدی نړیوالو تاریخ دوکه او خرابه پالیسی دلته د پاکستان په مشوره تطبیق کوی چی افغان ولس به یی شرایطو ته په کتو له نړیوالی ټولنی او په ځانګړی ډول له امریکا او برتانیی سره حساب او کتاب وکړی
ځکه دوی پوهیږی چی افغانستان کی تر اوسه جنګی وسیالو فابریکه یا کارخانه نشته مګر پدی پوهیږی چی دلته له هری جنګی ډلی سره پاکستان نظامی او مالی ملاتړ کړی چی زیاتره پیسی بیا پاکستان امریکا او برتانیی ورکړی
یعنی په یو شکل نه په یو شکل ددی ۴۰ کلنی انسان(افغان او پښتون) وژنی کی امریکا او برتانیه له پاکستان سره مرسته کړی ځکه خو دوی د جنګی جرایمو نړیوالی محکمی په وړاندی خنډونه جوړوی او نه پریږدی چی د دوی ظلمونو څخه نړیوال خبر شی او خپل ولس یی په وړاندی مظاهری وکړی ځکه دوی په نړیوال سطحه باندی ځانونه بشر حقوق مدافعین ګڼی درحالیکه چی دا هرڅه سرچپه دی