تاند، پنجشنبه، د دلوې ۳مه: د لوړو زده کړو سرپرست وزیر عبدالتواب بالاکرزي د افغان- امریکايي پوهنتون له رئیس ډیویډ سډني سره په لیدنه کې له هغه غوښتي چې پوهنتون یې باید خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

دغه پوهنتون په دې وروستیو کې ویلي وو، د مالي او امنیتي ستونزو له کبله کیدای شي چې په ۲۰۲۰ کال کې خپلې دروازې وتړي.

خو اوس د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر سره د دغه پوهنتون مشر ډیویډ سډني تر لیدنې وروسته ویلي، د امریکا د حکومت او خلکو په ملاتړ به دغه پوهنتون سږ کال ونه تړل شي بلکې خپلو فعالیتونو ته به دوام ورکړي: (( زموږ پوهنتون کې ټول پروګرامونه د تیر په څېر د ځوانانو د ظرفیت لوړونې لپاره په پوره تمرکز روان دي.))

ښاغلي سډني ویلي، نه یوازې امریکا بلکې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت هم د هر ډول ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

دغه پوهنتون چې د کال ۲۸ میلیونه ډالر بودیجه لري په ۲۰۰۶ کال کې په کابل کې پرانیستل شو چې اوس په غربي سبک د افغانستان د لوړو زده کړو تر ټولو معتبر بنسټ بلل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *