تاند، پنجشنبه، د دلوې ۳مه: د روڼتیا د څار نړیوال سازمان د د نوې درجه بندۍ له مخې افغانستان د فساد بر ضد مبارزه کې د شپاړسو امتیازونو په ګټلو له ۱۷۲ مقام څخه ۱۷۳ م مقام ته ولويد.
د روڼتیا نړیوال سازمان هر کال په ۱۸۰ هیوادونو کې د فساد پر ضد د مبارزې ارزونه اعلانوي چې افغانستان په کې دا ځل د تېر کال په پرتله یو درجه سست او پڅ ښودل شوی دی.
په همدې حال کې د افغانستان د روڼتیا څار سازمان مشر نن په یو خبري کنفرانس کې وویل، د ملي یووالي حکومت په تېرو پنځو کلونو کې د فساد پر ضد مبارزه کې وخت ضایع کړی دی او کومه مؤثره برنامه یې د فساد د جرړو له منځه وړلو لپاره نه ده پلې کړې.
سید اکرام افضلي وايي، په افغانستان کې د فساد پر ضد مبارزه کوونکې ادارې خپلواکې نه دي بلکې سلیقوي عمل کوي: (( همدا اوس د فساد پر ضد عدلي او قضايي مرکز د لویو دولتي چارواکو دوسیې نه څېړي او عادي کسان رانیسي.))
د ښاغلي افضلي په خبره د فساد شتون افغان حکومت له خپلو خلکو لرې کړی دی خو دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د امریکا د بیا رغونې څارونکې اداره سیګار بیا د فساد پر ضد ولسمشر غني اقدامات مؤثر بولي خو وايي، دا لړۍ بایددوام وکړي.
ویل کیږي چې افغانستان سږ کال د فساد پر ضد مبارزه کې بیا تر ټولو لوړ یعني 173 مقام ګټلی دی.
دا ټول د ملي وحدت یا ګډوله حکومت نتیجه ده ، د ډاکتر عبدالله ډله وایی مونږ پدې دولت کې د ټولو امتیازاتو مستحق یو او زمونږ هر ډول حقوق باید په خپل وخت اجرا شي. خو د وجایبو او مکلفیتونو په برخه کې دوی بیا خلاص او واجب الاحترام دي.
هماغه د شتر مرغ خبره ده . اوښمرغي ته یې وویل چې والوزه ، ده ورته وویل چې زه خو اوښ یم . او کله چې ورته وویل شو چې بار یوسه ، ده ورته وویل چې زه خو مرغه یم.
بس ګلمرجان ته د الله د نیکي هدایت وکړی او که نه وي الله د له مونږ نه واخلي.
د دولت په چوکاټ کی د فساد سره مبارزی په اړه څو اداری لرو چی د هغو له ډلی یی جرایم سنګین او لوی څارنوالی او مبارزه به فساد اداری مګر ټولو تنها معاش اخیستی او لوړ پوړو چارواکو د غلا او فساد په افشا کولو کی پاتی راغلی
لدی ښکاری چی یاد اداری د یو هیواد یا ارګان د تاثیر لاندی ځکه هغوی ورته وایی چی پدی چارواکو باندی غرض مه لری
کچیری ولسمشر پدی اړه جدی او متعهد وی نو سر له نن څخه دی اعلان وکړی چی ټولی اداری خپل کاری راپور وړاندی یعنی ۱۸ کلن راپور او ورته ووایی چی په ټولو ادارو کی مو ارزیابی یا تفتیش سرته رسولی کوم وزیر یا معین یا مشاور یا آمر خیانت کړی او د چا لپاره یی کړی
لدی معلومیږی چی مشران هم د چا فشار لاندی دی تنها یو بیچاره مامور په شپږ زره یا ۳ زره افغانیو باندی بندی کیږی مګر وزیران چی نړی مفسدینو په لست کی حسابوی دولت ورباندی پرده اچوی
لکه اسماعیل خان او د پچو غل