تاند، پجنشنبه، دلوې ۳مه: د سولې عالې شورا مرستیال حاجي دین محمد وايي، که څه هم دا مهال د سولې عالي شورا له شپږو میاشتو راهیسې د حکومت لخوا څنډې  ته شوې، خو په وینا یې افغان حکومت د یادې شورا د لغوه کولو صلاحیت نلري.

ښاغلی دین محمد وايي، د افغان سولې بهیر کې د سولې عالي شورا پر یو بې صلاحیته بنسټ بدله شوې او افغان حکومت یې د دارالانشا برخه تړلې ده.

د نوموړي په وینا دا مهال د سولې عالي شورا د تعلیق په حال کې ده، خو په رسمي ډول یې د لغوه کیدو اعلان ندی شوی: ((افغان حکومت د سولې عالي شورا د لغوه کولو صلاحیت نلري، ځکه دا شورا د لویې جرګې له لارې رامنځته شوې او یوازې لویه جرګه یې د لغوېدو پرېکړه کولای شي.))

ښاغلی دین محمد وايي، له شپږ میاشتو راهیسې د سولې عالي شورا د کارکوونکو پر  معاشاتو هم بندیر لګول شوی او دغه شورا په بشپړه توګه څنډې ته شوې ده.

د افغان حکومت سرچینې بیا د سولې شورا په کارونو د خلکو له نیوکو وروسته د سولې خبرو لپاره د سولې په چارو کې د دولت وزارت رامنځته کول، د سولې لپاره مهم اقدام بولي او وایي، د سولې شورا د باجګیرۍ په مرکز بدله شوې چې کارونو یې هیڅ پایله نه لرله.

3 thoughts on “دین محمد: حکومت د سولې شورا څنډې ته کړې، خو لغوه کولی مو نه شي”
  1. د سولې بې کفایته عالي شورا او د ځینو غړو لجاجت

    د سولې عالي شورا د بې کفایتو او بې احساسو کسانو د تجمع مرکز دی. د دې شورا مسوولین د علی بابا له خوا یواځې د باج ورکولو لپاره ټاکل شوي دي . هغوی پدې اوږده موده کې د افغانستان د کونډو او یتیمانو له حقه خورا لوی لوی امتیازات ترلاسه کړل او لا هم خپل کېرغړن ژوند ته په مړو سترګو دوام ورکوي.
    په نورو هېوادونو کې که کومه اداره موثریت او ګټورتوب ونلري ، سمدلاسه یې منحله وي ، خو دلته ځینې ادارې میراثي شویدي. که پلار مړ شو ، زوی یې د هغې ادارې رئیس ټاکل کیږي .
    هغوی چې خپله وجدان نه لري ، د ولس په مقابل کې مسولیت او مکلفیت نه احساسوي ، هغوی به ځان هېڅکله ملامت نکړي. پداسې حال کې چې هره ورځ زمونږ ځوانان شهیدان کیږي ، مېرمنې کونډې کیږي او ماشومان یې یتیمان کیږي ، یو شمېر بې احساسه کسان لا هم د خپلو شومو موخو تر لاسه کولو لپاره تر مرګه منډې وهي. دوی حتی دومره سپین سترګي دي چې د خپل ولس او مشرانو په مقابل کې له زور او لجاجت نه کار اخلي او دعوه کوي چې مونږ هېڅوک نشي لرې کولی.
    وایې چې زه نه ملامتېږم ، ما به څوک ملامت کړي.
    والسلام علی من اتبع الهدی.

  2. او که معاشات يې درته حواله ساتلي وای نو هيڅ مشکل به نه و، هم به تاسو وی او هم پاچا سلامت..

  3. دي پارازيتو ډيري لاسته راوړني کړي چه تر ټو مهمه يي د ځان د جيبان ډکول وو او دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *