تاند، پنجشنبه، د دلوې ۳مه: طالبانو د کندز ـ بغلان پر لویه لار چیک پواینټونه اچولي او له باروړونکو موټرو څخه د مالیې په نوم باج اخلې چې له دې ادرسه یې ورځنی عاید میلیونونه افغانیو ته رسیږي.
سرچینې وایی، په دې لویه لار د مرکزي بغلان ولسوالۍ له مربوطاتو د امنیتي پوستو څخه د نظامیانو له وتلو وروسته، طالبان هره ورځ له دې لارې څخه تیریدونکو موټرو څخه د پیسو په راټولولو بوخت دي.
د سرچینو پر وینا، د کندز ـ بغلان پر لویې لارې ګڼ شمېر تیریدونکو موټرو ته په پام سره ،طالبان هر ورځ له همدې ادرسه نږدې ۸ میلیونه افغاني مالي عاید ترلاسه کوي او ددې پیسو لویه برخه په نظامي تجهیزاتو لګوي.
د بغلان سیمه ییز چارواکي هم دا خبرې مني او خبرداری ورکوي چې په هغه صورت کې چې ددې کار مخه ونه نیول شي په دې ولایت کې به د طالبانو نظامي وړتیا ډېره شي.
د مرکزي بغلان ولسوال ،خانزاده مظلومیار وایي ،طالب جنګیالي له هر باروړونکي موټر څخه د وزن په تفکیک سره د ۲۰ زرو افغانیو نیولي تر ۳۰ زرو پورې افغانۍ اخلې او دا پیسې د جنګي وسایلو او مهماتو په رانیولو لګوي.
د نوموړي پر وینا طالبانو له دې لارې لویو مالي امکاناتو ته لاس رسی موندلی او که ددې فعالیتونو مخه ونه نیول شي ډېر ژر به د دې ډلې نظامي وړتیا څو برابره پورته شي.
ښاغلي مظلومیار زیاتوي، د بار وړونکو موټرو مالکان او سوداګر اړ دې چې دې ډلې ته پیسې ورکړي ګني د سرغړونې په صورت کې یې سوداګریز مالونه سوزول کیږي.
د مرکزي بغلان ولسوال وایي، تر هغه وخته چې فوځي عملیات ترسره نه شي دا بهیر به دوام لري.