تاند، جمعه د دلوې ۴مه: ولسمشرغني د نړیوالې اقتصاد مجمع په څنډه کې د جرمني له لومړۍ وزیرې انګلا مرکل سره کتلي او د افغانستان پر روان وضعیت، سوله او ټاکنو یې ورسره خبرې کړې دي.
د ارګ له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغه ناسته کې د جرمني لومړۍ وزیرې، ولسمشر غني ته ویلي، حکومت یې لېواله دې ترڅو د افغانانو ترمنځ د دیالوګ کوربتوب وکړي.
مرکل زیاته کړه، هیواد یې همدا راز د افغانستان د انکشاف او اقتصاد په ځانګړي ډول د تجدید وړ انرژۍ او کانونو څخه د ملاتړ په برخه کې، هم متعهد دی.
میرمن میرکل همداراز ولسمشر غني ته د تیرو ولسمشریزو ټاکنو مبارکي هم ویلې او له هغه یې غوښتي ترڅو په مناسب وخت کې دغه هیواد ته په یوه رسمي سفر ورشي.
د یادونې وړ ده چې جرمني داسې مهال د بین الافغاني ناستې د کوربتوب ټټر وهي، چې په ورته وخت کې یې د افغانستان لپاره ځانګړی استازی”مارکس پوتزیل”له افغان سیاسي او دولتي مشرانو سره په لیدنو کتنو بوخت دی او د یادې بین الافغاني ناستې په هکله ورسره مشورې او بحثونه کوي.
د جرمني له استازي سره د برګاف جرمنۍ مؤسسې غړي هم ګډون لري او افغان سیاسیونو ته د مذاکراتو او بحثونو زدکړه ورکوي.