تاند، شنبه، د دلوې ۵مه: د بخښنې نړیوال سازمان غږ کړی دی چې په افغانستان کې ښکېل لوري دې جګړه ودروي او د ملکي وګړو د تلفاتو مخنیوی دې وشي.
د بخښنې نړیوال سازمان وایي، دمګړۍ د ښکېلو لوریو په جګړو کې د ملکي افغانانو مرګ ژوبله اوج ته رسېدلې ده او د دې وخت رارسیدلی دی چې د سولې په خبرو کې د جګړې پر بندولو پرېکړه وشي.
دغه نړیوال بنسټ وایي د تاوتریخوالي کمول یوازې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو پورې هېڅ مانا نه لري، ځکه په افغانستان کې د خونړۍ جګړې له لاسه هره ورځ ملکي افغانان وژل کېږي، کډوال کېږي او یا ټپيان کېږي.
د بخښنې نړیوال سازمان وایي چې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې امریکایي ځواکونه، طالبان او افغان ځواکونه ښکېل دي.
دغه سازمان د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر بنسټ وایي چې په تېرو لسو کلونو کې د جګړو له امله سل زره ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
له دې ډلې ۳۴ زره ملکيان وژل شوي چې ډېره برخه یې ماشومان دي.