تاند، شنبه، د دلوې ۵مه: د افغانستان په جنوب کې میوند ۲۱۵ قول اردو وایي، نن غرمه ۱۲ بجې د هلمند ولایت د کجکي ولسوالۍ په اړوند سیمه کې یوه چورلکه د ښکته کیدو په حال کې پر توغندي لګیدلې، چې څلور سرتېري پکې مړه او ژوبل شوي دي.
د کجکي ولسوالۍ یوه امنیتي سرچینه هم تاند ته د نوم نه ښودلو پر شرط وایي، دې سپينې مک چورلکې په کجکې کې ميشتو عسکروته اکمالات کول، چې نن غرمه مهال د وسلوالو طالبانو لخوا پر توغندي وويشتل شوه او را وغورځيدله.
تراوسه د الوتکې د پيلوټانو او اوښتو تلفاتو په اړه دقيق معالومات ندي ورکړل شوي، خو سرچینې وایي چې د چورلکې د رالویدو له کبله د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي او دوه پیلوټان یې ټپیان دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د دفاع وزارت ویاند فواد امان بیا تاند ته وایي؛ دغه چورلکه د یو خصوصي شرکت ده او د ملي اردو سرتېرو ته په کې زیان نه دی رسیدلی.
د هلمند ولايت وياند عمر ځواک هم تاند ته پېښه تائيد کړه؛ خو په خبره يې چې يادې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې ده، نه دا جې طالبانو ویشتلې.
خو طالبانو ويلي دي، چې چورلکه دوی رانسکوره کړې ده، د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، نن غرمه مهال د دولتي عسکرو يوه چورلکه په کجکي ولسوالۍ کې د کيناستو پر مهال په راکټي برید کې نسکوره شوې ده.
طالیبان لږ نه بلکی ډیر درواغ وایی۰
مننه