تاند، شنبه، د دلوې ۵مه: د خوست د دوه منده ولسوالۍ خلکو پرېکړه کړې، چې تر دې وروسته هره هغه کورنۍ چې ماشومانو یې د زده کړو لپاره قانوني سن پوره کړی وي، او ښوونځي یا مدرسې ته یې نه لېږي؛ نو یو لک افغانۍ جریمه به ترې اخیستل کېږي.
د خوست ولایت والي حیلم فدايي ویلي، چې د خوست دوه منده ولسوالۍ خلکو په یو ولسي تړون کې پریکړه وکړه، تر دې وروسته به هره هغه کورنۍ چې د خپلو ماشومانو د زده کړې مخه نیسي؛ یو لک افغانۍ جریمه به پرې کوي.
ښاغلي فدايي پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي: “د خوست دوه منده ولسوالۍ خلکو د یو تړون په اساس؛ هغه کورنۍ چې ماشومان یې د زده کړو قانوني سن پوره کړی وي او ښوونځي او یا مدرسې ته ونه لیږي؛ نو سل زره افغانۍ جریمه به ورکوي.”
د خوست یو شمېر نورو سیمو کې هم ورته ولسي پرېکړې شوي، چې داسې پرېکړې د زده کړې خواته د لرې پرتو سیمو د سوله ییز جدي بدلون او روانیدو ښکارندويي کوي.
په خوست کې له دې وړاندې یو کس د نجونو ښوونځي ته خپله ځمکه هم وقف کړې وه.