د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې کینیا ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۱۴ کال د کرېکټ نړیوال شل اوریز جام ته لاره پیدا کړه.

د پوهنې وزارت رهبري د کرېکټ د ملي لوبډلې لوبغاړو، کرېکټ بورډ او د افغانستان ټولو خلکو ته ددغې سترې بریا مبارکي وايي او هيله کوي، چې افغان ملي اتلان به درې میاشتې وروسته په بنګلدېش کې ترسره کېدونکو نړیوالو شل اوریزو لوبو کې ښه وځلېږي.

د متحده عرب امارتو په شارجې ښار کې شل اوریزو نړیوالو لوبو ته د غوراوي په وروستي پړاو کې افغانستان له خپلو ۷ لوبو څخه شپږ لوبې وګټلې او وتوانېد، چې په خپل ګروپ کې لومړی ځای خپل او مخامخ د کرېکټ نړیوالو شل اوریزو لوبو ته لاره پیدا کړي.

له دې وړاندې ملي اتلانو د ۲۰۱۵ م کال د کرېکټ پنځوس اوریز نړیوال جام ته لاره موندلې وه.

موږ هیله من یو، چې په دواړو نړیوالو جامونو کې به د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله ښې لاسته راوړنې ولري او له دې لارې به یو ځل بیا د هېوادوالو پر شونډو موسکا خوره کړي او زموږ د ګران هېواد مثبت تصویر به نړیوالو ته ور وښيي.

په درنښت

د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *