استرالیایی لیکوال ټام بټلر باودن د انسان د شخصیت د سایکولوژیک، فلسفي او اقتصادي پرمختګ په برخه کې کتابونه لیکلي دي. دا کتابونه یې په لسګونو ژبو ترجمه شوي او چاپ شوي دي. په دې کتابونو کې یې یو د پنځوسو سایکالوژیکو درسونو دی. په دې کتاب کې لیکوال په دې بحث کوي چې موږ څوک یوو، څرنګه فکر کوو او عملآ څه کوو؟ ما چې لوست زما لپاره یې د خوښۍ راز مهمه برخه وه. دلته یې خلاصه را اخلم.
که انتخاب محدود وي انسان لا ډېر اسوده دی. دا حالت د سرمایه دارو ملکونو په خلکو کې ډېر لیدل کېږي. علت یې دا دی چې ډېر انتخاب انسان ته ګروم وراچوي چې تر شته څه به لا ډېر څه ښه وي. خو دې ته فکر پکار دی چې ډېر انتخاب د ښه والي او ازادۍ په معنی نه دی. ټیکنالوژي باید د انسان وخت سپمولی وای خو برعکس، د مثال په توګه اوس د ټیکنالوژۍ له برکته موږ د یو څو محدودو شیانو پر ځای په لسګونو او سلګونو څه لیدلی شو او دا په دې معنی دي چې انتخاب یې راته سخت کړی او هره خوښه مو له ګروم سره مله وي او پر خپل انتخاب شکمن یوو. یو وخت به یوې کمپنۍ د برق یا ګازو سهولت راکاوه،اوس ګڼ شرکتونه شته، هر یو چې انتخابوو زړه مو بیا هم شکمن وي چې شاید هغه بل به تر دې ښه و. دغه شک پای نه لري او دغه حالت انسان ته اندېښنې پيدا کوي. یا زموږ پلار نیکه ښايي ټول ژوند په یوه دفتر کې کار کړی وي خو اوسنی نسل هر کال په نوي کار پسې ګرځي. د کار بدلولو دغه حالت ظاهرآ د ازادۍ او لا ډېر انتخاب نخښه ده خو هغه رضاعیت ، قناعت او ذهني سکون نه لري چې پخوانیو درلود. دلته د اندېښنې دلیل دا دی چې پر خپل انتخاب قانع نه یوو او مسلسل دا فکر کوو چې شاید بل څه تر دې سم وي، دغه فکر مو په خپل ذهنیت، خپل فکر او خپلو فیصلو شکمنوي.
د سایکالوژۍ په حساب د انتخاب په برخه کې انسان په دوه ډوله شخصیتونو وېشل شوی. لومړی یې حریص دی. دویم یې راضي دی. حریص هغه دی چې په هېڅ ډول قانع او راضي نه دی. تر هر ډول فیصلې مخته دغه شخص په شلو انتخابونو فکر کوي. دا نو مهمه نه ده چې په کومه برخه کې دی پرېکړه کوي. دا انتخاب شاید د یوه کمیس اخیستل وي او یا د ژوند د ملګري یا ملګرې خبره وي. راضي انسانان بیا هغه دي چې پرېکړه وکړي نور دې ته نه ګوري چې تر دغه به لا ښه انتخاب هم و که نه. دوی یوازې دې ته ګوري چې کړی انتخاب یې د ده یا د دې اړتیاوي پوره کوي که نه.
وخت ته په پام ګټه راضي انسان کړې ده. که د دقیق انتخاب خبره مهمه وي شاید حریص انسان سمه پرېکړه کړې وي. خو رواني ناکرارۍ، زړه نا زړه حالت او ضایع کړي وخت ته په پام حریص انسان خوښي نه ده موندلې. حریص انسانان تل پر ځان نقد کوي، ځان ملامتوي، مسلسل دا فکر لري چې شاید انتخاب یې سم نه و. شاید، ممکن، که، او دې ته ورته خبرې یې مسلسلې پر زړه او ذهن ګرځي او له هغه څه خوند نه شي اخیستی چې لري یې. برعکس راضي انسانان ځان بخښي او په دې قانع وي چې تر خپله وسه یې د انتخاب پر وخت کوشش او منډې کړې وې.
تحقیقات ښيي چې حریص انسانان په ژور خپګان اخته کېږي. راضي انسانان بیا داسې نه دي. په تېرو څلوېښتو کلونو کې د امریکاییانو سړي سر عاید یو په دوه لوړ شوي دي. هغه کورونه چې د لوښو مينځلو ماشینونه لري څلوېښت کاله پخوا په سلو کې نهه وو اوس پنځوس دي. ایرکنډيشنونه څلور لسیزې پخوا ۱۵ فیصده وو اوس ۷۵ فیصده دي. خو بیا هم د خوشحالۍ کچه لوړه شوې نه ده. خوښي په کورنۍ، نژدې اړیکو او ملګرو کې نغښتې ده. نژدې اجتماعي اړیکي انتخاب محدودوي. په یوې سروې کې ۶۵ فیصده خلکو وویل دوی نه غواړي خبر شي چې که په سرطان اخته وي د علاج په طریقه یې خبر شي. دغه پوښتنه چې له هغو خلکو وشوه چې په رښتیا یې سرطان درلود د هغوی جواب بیا دا و چې ۸۸ فیصدو یې غوښتل چې د علاج په برخه کې دې انتخاب د دوی نه د ډاکټر په لاس کې وي. موږ فکر کوو چې باید پرېکړه زموږ په لاس کې وي خو که په رښتیا د فیصلې کولو له حالت سره مخامخ شو بیا ډېر کله نه غواړو چې دغه پرېکړه موږ وکړو. کله چې انسان له ګڼو فیصلو سره مخامخ شي نو د پرېکړې کولو قدرت له لاسه ورکوي او ناخوښه وي. کله چې د دوو ښو شیانو په انتخاب کې فیصلې ته مجبوره شو بیا نو زړه نا زړه یوو. علت یې دا دی چې د ګڼو انتخابونو حالت انسان ته مسوولیت ور په غاړه کوي. هغه وخت موږ قانع یوو چې فیصلې بیرته بدلولی نه شو.
د اینټرنیټ، تلویزیون او سوشل میډیا له امله موږ ډېر نور انسانان وینو او له هغوی سره د ځان مقایسه کولو موقع پيدا کوو. نن سبا تر بل هر وخت تر ځان د پورته کسانو په اړه انسان ډېر معلومات پيدا کولی شي. که مو ژوند ښه هم وي خو له نورو سره مقایسه مو له ښه حالته سترګې اړوي. دوه ډوله مقایسه ده یو له ځانه لوړو سره بل له ځانه په اقتصادي لحاظ له ټیټو سره ځان پرتله کول دي. انسان عمومآ ټیټو ته نه ګوري دا نه ویني چې تر هغو بختور دی بلکې پاسنیو ته ګوري او دا کتل یې پر ځان نقد ته مجبوروي، دغه نقد خپګان ورپيدا کوي. قانع انسانان، راضي انسانان او هغه چې تر خپل ګېلمه پښې غځوي په ژوند کې ډېر خوشحاله وي. ډېر انتخاب انسان ته له نورو سره د مقایسې موقع ډېروي.
د خوښۍ راز ساده او په دوو خبرو کې خلاصه کېږي. داسې فیصلې وکړئ چې بیا بیا نه بدلېږي او په خپل ژوند او خپلو شته شیانو شکر وباسئ.
د حدیث شریف مضمون دی چې
د دنیا په چارو کې له ځانه ښکته ګوره او د دین په چارو کې له ځانه پورته،. نو ته به شاکر او صابر اوسې